د لاس رسي وړ اتصالات

د زرګونو افغانانو استاد پوهاند میر حسین شاه مړ شو


ولسمشر محمد اشرف غني او ګڼو نورو چارواکو هم د هغه پر مړینه خواشیني څرکنده کړې ده
ولسمشر محمد اشرف غني او ګڼو نورو چارواکو هم د هغه پر مړینه خواشیني څرکنده کړې ده

د کابل پوهنتون وتلي پخواني استاد اکاډمیسن پوهاند میر حسین شاه د ۹۵ کلونو په عمر د ور پېښې ناروغۍ له امله مړ شو.

پوهاند میرحسین شاه د کابل پوهنتون استاد او د دغه پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پاتې شوی و.

نوموړی په ۱۹۲۵ میلادي کال کې په کندهار کې زېږدلی، لومړنۍ زده کړې هلته کړي او لیسانس یې له کابل پوهنتون څخه تر لاسه کړ.

هغه د دې ترڅنګ د هند په لکنهود پوهنتون کې هم لوړې زده کړې تر سره کړي دي.

د هغه د مړینې په اړه د کابل پوهنتون د مشرتابه د غم شریکۍ په پیغام کې راغلي:

"استاد څه دپاسه ۳۵ کاله پرله پسې دندي په ترڅ کي په زرګونه ځوانان وروزل او د هيواد او افغان ولس خدمت ته وړاندي کړل، په کابل پوهنتون کي ېې د تدريس تر څنګ زيات شمير علمي څيړنيز اثار تاليف او تدوین کړه چي شمير ېې تر لسګونو رسېږي."

د کابل پوهنتون ادارې د هغه مړینه د هیواد په پوهنیز بهیر کې یوه لویه تشه بللې ده.

د یاد پوهنتون د معلوماتو په اساس تاريخ هند، تاريخ روابط انگلستان و افغانستان، احوال بېدل ، سهم مسلمانان در جغرافيا، د حدودالعالم ژباړه سریزه او تعليقات او نور په لسګونو اثار ېې لیکلي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني او ګڼو نورو چارواکو هم د هغه پر مړینه خواشیني څرکنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG