د لاس رسي وړ اتصالات

بې پولې ډاکټران: د دشت برچي پر روغتون برید دې وڅېړل شي


بې پولې ډاکټرانو ویلي چې دشت برچي روغتون باندې د برید درې اونۍ وروسته لا هم څرګنده نه ده چې چا پر دغه روغتون برید کړی دی.

د بې پولې ډاکټرانو دفتر یا (MSF) نن چهارشنبه (غبرګولی ۱۴/ جون ۳) د یوه رپوت په خپرولو ویلي چې د برید په اړه نا ځواب شویو سوالونو په اړه څېړنه ډېره اړینه ده.

په رپوت کې راغلي: "موږ باید د برید د لاملونو، شرطونو او دا چې چا دا کار کړی پرې پوه شو. موږ باید پوه شو چې ایا زموږ همکاران یوه موخه ده. له همدې امله له اړوندو چارواکو غواړو چې د یاد برید په اړه څېړنه وکړي."

بې پولې ډاکټرانو ویلي چې د دغو څېړنو پایلې باید په کره توګه د لاسرسي وړ اوسي.

دغه بنسټ زیاته کړې له څېړنې پرته به سخته وي چې دشت برچي روغتون کې د دوی کارکوونکي خپل فعالیت بیا ځلي پیل کړي.

درې اونۍ مخکې وسله والو برید کوونکو د کابل دشت برچي پر زېږنتون باندې برید وکړ.

د رپوټونو پر اساس یادې پېښې کې ۲۴ تنه مړه او لږ تر لږه ۲۰ تنه ټپیان شول.

په قربانیانو کې نوي زېږیدلي ماشومان او ځینې میندې چې نوی یې ماشوم زېږولی و هم شامل دي.

دغه برید په نړیواله کچه وغندل شو خو کومې ډلې یې مسوولیت ونه منه.

وسلوالو طالبانو دغه برید کې لاس لرل رد کړل.

XS
SM
MD
LG