د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پوځیانو ته د غني د تازه امر په وړاندې د طالبانو غبرګون


طالبانو د جمهور رئیس اشرف غني هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۲ (غوایي ۲۳) یې افغان ځواکونو ته له "دفاعي حالت څخه بېرته تعرضي حالت ته" د اوښتلو امر وکړ.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی "په وړاندې د تعرضي جګړې اعلان ښکاره کوي چې اشرف غني غواړي نور هم خپله واکمني د جګړې په سیوري کې وغزوي. "

ښاغلي غني افغان امنیتي ‌او دفاعي ځواکونو ته د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د ځپلو دغه لارښوونه وروسته له هغې وکړه چې د سه شنبې په ورځ په ننګرهار کې ځانمرګي او کابل کې د ولادي‌ نسايي په یو روغتون وسله وال برید کې لږ تر لږه ۴۲ تنه ووژل شول‌ او شاوخوا ۹۰ نور ژوبل شول.

د طالبانو دغه ویاند د کابل او ننګرهار له خونړیو بریدونو یوه ورځ وروسته ویلي چې: "د داعش ملیشو لخوا د کابل ښار په دشت برچي او د ننګرهار په ښیوه ولسوالۍ کې په ملکي خلکو برید" د طالبانو کار ندی او هغه په کلکه غندي.

خو د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي نن چهارشنبه مې ۱۳(غوايي۲۴) وویل: "وسله وال طالبان په هیڅ صورت ځان له تروریزم او په وروستیو څو ورځو کې په کابل او ولایتونو کې د تر سره شویو تروریستي بریدونو څخه نشي جلا کولای، د اعلامیې په ورکولو له مسؤلیت څخه انکار کول، د افغانستان د خلکو لپاره د منلو نه دي."

د افغانستان جمهور رئیس هم ویلي چې طالبان د افغانانو او افغان حکومت د نیک نیت او د نړیوالې ټولنې د غوښتنې برعکس خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. خو طالبان بیا د افغانستان حکومت د سولې د بهیر پر وړاندې د خڼدونو په ایجادولو تورن کړی دی.

همداشان په کابل کې د امریکا د سفارت مرستیالې کرین دیکر د چهارشنبې په ورځ د مې په ۱۳ (غوايي ۲۴) په یوې ویډیويي اړیکه کې د جمهوررئيس دویم مرستیال سرور دانش سره په کابل او ننګرهار کې پرونیو بریدونو ته په اشارې ویلي: "طالبانو د دغو بریدونو مسولیت نه دی منلی، خو دوی مسول دي چې د تاوتریخوالي او داسې بریدونو لپاره یې زمینه برابره کړې ده".

له بلې خوا د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د سه شنبې د ورځې خونړۍ پیښې غندلي او طالبان او افغان حکومت یې دې ته هڅولې چې تر څو د دغو بریدونو عاملین محاکمه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې د روژې په میاشت او د کرونا د ویروس د وبا د خپریدو د ګواښونو په منځ کې "کرکې پارونکي" او "بږنوونکي تروریستي" بریدونو ترسره کیدل په سختو ټکو غندي.

XS
SM
MD
LG