د لاس رسي وړ اتصالات

بې سرحده ډاکټران کندز کې امنیتي ضمانت غواړي


کندز کې د امریکا د الوتکو په برید کې ۴۲ تنه ووژل شول
کندز کې د امریکا د الوتکو په برید کې ۴۲ تنه ووژل شول

افغانستان لپاره د بې سرحده ډاکټرانو مشر، ګیلم مولیني، د کندز په ښار کې د خپل فعالیت د بیا پیلولو لپاره د قوي امنیتي ضمانت غوښتنه وکړه.

هغه وویل، چې پر روغتون د برید په اړه د امریکایانو تحقیق ورته د منلو نه دی "ام اس اف د پیښې په اړه د امریکا د نظامیانو پر تحقیق قناعت نکوي، بلکه غواړي، چې د بشر حقونو نړیوال کمیسیون دې په بېطرفانه ډول دا پېښه وپلټي."

ښاغلي مولیني دا خبره بیا تکرار کړه، چې د جنګ پر وخت له روغتون څخه پر هېچا ډزې نه دي شوي او ټېنګار یې وکړ، چې له امنیتي ضمانت پرته روغتون نه پرانیزي.

هغه وویل "تر هغې چې د جګړې ښکیلې غاړې د دا ډول پېښو د نه تکرار قوي ضمانت نه وي راکړی، خپل همکاران فعالیت ته نه پرېږدو. له افغان حکومت او امریکایانو نه به توافق اخلو، چې د روغتون په چارو کې به نظامي مداخله نکوي او د کارکوونکو، امبولانسونو، مریضانو او نورو له زورونو به هم لاس اخلي".

نوموړي دا خبره هم وکړه چې، د افغان حکومت او امریکا تر منځ د روغتون پر بیا ابادولو خبرې روانې دي.

څو میاشتې مخکې طالبانو د کندوز ښار ونیوه او بیا امریکايي الوتکو د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون برید وکړ، چې ۴۲ تنه په کې ووژل شول. امریکا د هر وژل شوي کورنۍ ته ۶۰۰۰ او د ټپي کورنۍ ته ۳۰۰۰ډالر ورکړل، خو بې سرحده ډاکټران دا کمې بولي او د نورو مرستو غوښتنه کوي.

امریکا پر روغتون هوايي برید یوه انساني تېروتنه وبلله او ښکیلو شپاړسو نظاميانو ته یې انضباطي سزا هم ورکړه.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG