د لاس رسي وړ اتصالات

په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو روغتون بمبار شوی


د قاطع ملاتړماموریت وایي چې د پښې په اړه پلټنې کوي
د قاطع ملاتړماموریت وایي چې د پښې په اړه پلټنې کوي

د بې سرحده ډاکټرانو ټولنه وايي تیره شپه په کندز کې ددې ټولنې په یو روغتنون د ناټو ځواکونو په هوایي بمبارۍ کې درې کارکونکي وژل شوي.

دغې ټولنې په یو بیان کې ویلي چې د دغې پیښې وروسته د خپلو ۳۰ نورو کارکوونکو په باب تر اوسه معلومات نه لري.

د بې سرحده ډاکټرانو په اعلامیه ویلي چې دوي تر اوسه د تلفاتو وروستي ارقام نه لري خو په د بمبارۍ په وخت کې ددوي په روغتون کې ۸۰ تنه د روغتون کار کوونکي او ۱۰۵ ناروغان موجود وو.

خو د کندز د حوزوي روغتون ریس ډاکټر محمد نعیم منګل وایې چې ددوي د معلوماتو له مخې په دغه بمبار کې ۴ تنه ډاکټران وژل شوي دي او د یو بل ډاکټر پښه قطعه شوې.

د کندز د حوزوي روغتون ریس ډاکټر محمد نعیم منګل وایې چې بیګا د شپې ۲ بجې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون باندې په بمبار کې ۳۷ تنه ددغه روغتون کارکوونکي ټپیان شوي دي، خو د وژل شویو په اړه دقیق ارقام نه لري.

ډاکټر منګل وایې چې ددوي د روغتون کار کوونکو د ۲ امبولانسونو په ذریعه په داسې حال کې دغه ټپیان حوزوي روغتون ته د درملنې لپاره انتقال کړي چې د مرستې ورسره هیڅوک نه وو.

هغه وایې د جګړې د پیل په ورځ ددوي یو شمیر ډاکټران هم له ښاره وتلي دي او اوس مهال یوازې پنځه تنه په حوزوي روغتون کې د خلکو د تداوې کارونه پرمخ وړي.

د حوزوي روغتون یو تن نرس طارق بیا وایې چې سهار پنځه بجې دوي د بې سرحده ډاکټرانو له روغتون څخه ۵۰ تنه ددغه روغتون کار کوونکي چې ۲۰ تنه یې صحي کارکوونکي وو او پاتي نور اداري مامورین وو حوزوي روغتون ته د تداوۍ لپاره انتقال کړي دي.

دغه نرس د ټپي شویو ډاکټرانو له خولې وایې" په څو تنو ډاکټرانو باندې اور لګیدلی و هغوي د مرستې لپاره چیغې وهلې خو هیڅوک نه وو چې له مونږ سره یې مرسته کړي وای".

بې سرحده ډاکټرانو ّه اعلامیه کي ویلِ چې د جګړو په تیرو پنځه ورځو کې دوي ۳۹۴ تنه ټپیان تداوي کړي دي.

په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو روغتون ۹۲ بستره درلوده چې د جګړو په دغو څو ورځو کې یې د ټپیانو د تداوۍ په خاطر د بستر شمیر ۱۵۰ ته لوړ کړی و.

په کندز کې دغه روغتون ۴۰۰ تنه صحي او اداري کارکوونکي درلوده چې له ډلې يې ۱۰ تنه بهرنیان وو.

په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو دغه روغتون په شمال کې لومړنۍ شفاخانه وه چې ملکي او نظامي ټپیان په کې تداوي کیدل.

خو په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو د روغتون یو تن صحي کارکوونکی وایې چې د روانو څو ورځنیو جګړو په خاطر یې بسترونه تر ۳۰۰ رسولي وو.

له بله پلوه په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ځواکونو په اعلامیه کې په کندوز کې د تیرې شپې هوایي برید په اړه ویلي چې دغه برید تیره په محلي وخت ۲:۱۵ دقیقو ترسره شوی دی.

اعلامیه کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ویاند ډګروال براین ټریبوس له خولې راغلي چې دغه برید د هغو وسله والو پر وړاندې شوی چې په سیمه کې ځواکونو ته خطر و، د قاطع ملاتړ د ځواکونو دغه ویاند ویلي چې کیدای شي په دغه برید کې د برید د ځای تر څنګ موجود روغتون ته هم زیان اوښتې وي.

د قاطع ملاتړاعلامیه زیاتوي چې د پښې په اړه پلټنې روانې دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت هم په یو بیان کې ویلي چې په دغه برید کې د بې سرحده ډاکټرانو روغتون زیاته برخه سوزیدلې ده.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG