د لاس رسي وړ اتصالات

د بې سرحده ډاکترانو ټولنې په کندز کې روغتیایي کلینیک پرانست


په کندز کې د بې سرحده ډاکترانو پخوانی روغتون
په کندز کې د بې سرحده ډاکترانو پخوانی روغتون

د سویس په ژنیو کې میشت د بې سرحده ډاکترانو ټولنه وایي د افغانستان د کندز په ښار کې یې یو روغتیایي کلینیک پرانستی دی.

دغه ټولنه په داسې حال کې د نوي کلینیک د پرانستلو خبر ورکوي چې نژدې دوه کاله مخکې د امریکایي الوتکو په برید کې په کندز کې د بې سرحده ډاکترانو د ټولنې د رواني امراضو روغتون ویجاړ شو او ۴٢ کسان په کې ووژل شول.

په وژل شویو کسانو کې د بې سرحده ډاکترانو د ټولنې کارکونکي، د روغتون ډاکتران، طبي پرسونل او ناروغان شامل وو.

په افغانستان کې د MSF د پروگرام مشرې سیلویا دالاتوماسینا د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي دي چې د شنبې په ورځ ددې کلینیک پرانستل د کندز د رواني ناروغیو د روغتون د بیرته پرانستلو لومړی گام دی.

هغه وایي د امریکایي چارواکو او د افغانستان د حکومت سره یې څه دپاسه ١٠٠ ځلې لیدنې کتنې کړي او ټول اړخونه د یوې موافقې په لټه کې دي چې د روغتون د بیرته پرانستلو په صورت کې د دوی او د ناروغانو امنیت تضمین شي.

د بې سرحده ډاکترانو ټولنې یا ام اس اف په خپل یو رپوټ کې ویلي وو چې د هوایي برید پر وخت گڼ شمیر تیروتنې ددغه روغتون د نه پیژندنې سبب شوې وې. په دې روغتون باندې برید هغه وخت وشو چې طالبانو د څو ورځو لپاره د کندز ښار ولکه کړی و او افغان ځواکونو غوښتل د نړیوالو په هوایي او ځمکني ملاتړ ښار بیرته ونیسي.

ددې برید د عواملو په هکله د افغان او نړیوالو هیتونو له څیړنې وروسته په برید کې د اشتباهاتو په ټړاو ١٢ تنو امریکایي سرتیرو ته انظباطي سزا ورکړل شوې، خو پر دغو امریکایي عسکرو جنایي تورونه ونه لگول شول.

د کندز د بې سرحده ډاکترانو د ټولنې په روغتون باندې هوایي برید د ٢٠١٥ کال د اکتبر د میاشتې په دریمه نیټه شوی و.

XS
SM
MD
LG