د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې يو مشهور ديني عالم په يوه چاودنه کې وژل شوی


مفتي نقشبندي په زياتره غونډو کې ځانمرګي بريدونه حرام بلل او افغان امنيتي ځواکونه به يې ستايل.
مفتي نقشبندي په زياتره غونډو کې ځانمرګي بريدونه حرام بلل او افغان امنيتي ځواکونه به يې ستايل.

په خوست ولایت کې يو مشهور ديني عالم مفتي عبدالرشيد نقشبندي، چې تل به يې د افغان حکومت په پلوۍ او د وسله والو مخالفينو پرضد تبليغ کاوه، تېر ماښام په يوه چاودنه کې وژل شوی دی.

يوې باوري حکومتي سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، امريکاغږ ته وويل، دغه ديني عالم د امريکايي ځواکونو په اډه کې دننه، چې د چپمېن په نوم يادېږي، په جومات کې په يوې چاودنې کې وژل شوی دی.

سرچينې وويل، تر اوسه څرګنده نده چې چاودنه د څه شي له امله راپیښه شوې، خو دا منبع وایي، چې د پېښې د څرنګوالي په اړه افغان حکومت خپلې جدي څېړنې پيل کړې دي.

په همدې حال کې د خوست د والي مرستيال عبدالواحد پټان له امريکاغږ سره په خبرو کې د مولوي نقشبندي وژنه تاييد کړه، خو ويې ويل، ګومان کوي، چې چاودنه د ګاز ډبې د چاودیدلو له امله شوې ده.

ښاغلي پټان وويل" چاودنه داسې مهال شوې، چې نقشبندي په جومات کې ناستو خلکو ته د امنيتي ځواکونو د تقديرولو په اړه خبرې کولې".

خو د خوست د والي مرستيال دا ونه ويل، چې په پېښه کې نور چا ته مرګ ژوبله اوښتې او کنه؟

ښاغلي پټان وويل"موږ خپل د ملي امنيت کسان ورلېږلي، چې پېښه وڅېړي او له امريکايانو څخه معلومات تر لاسه کړي، له هغې وروسته به ترلاسه شوي معلومات له خبريالانو سره شريک کړو".

په دې ولايت کې يوې افغان امنيتي سرچينې د نوم نه خپرېدو په شرط، امريکاغږ ته وويل، چې چاودنه په اډه کې دننه په جومات کې د يوه بم له امله شوې، چې مخکې له مخکې ځای پرځای شوی و.

دغې سرچينې وويل، چې په چاودنه کې مولوي عبدالرشيد نقشبندي وژل شوی او جومات په بشپړ ډول نړيدلی دی .

دا منبع زياتوي، چې د پېښې په اړه پوره جزئيات له دوی سره نه دي شريک شوي.

د خوست زاړه هوايي ډګر يا د امريکايانو په خبره د چپمېن اډې د شاوخوا سيمو اوسېدونکي وايي، چې له سهار راهيسې د دغې اډې شاوخوا سړکونه او لارې تړل شوي او خلکو ته پرې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

مفتي عبدالرشيد نقشبندي په زياتره ملکي او نظامي غونډو کې ځانمرګي بريدونه حرام بلل، افغان امنيتي ځواکونه به يې ستايل او دغه راز خلک به يې د افغان حکومت په پلوۍ د وسله والو طالبانو پرضد مخالفت ته هڅول.

که څه هم تر اوسه د هغه د وژنې په اړه وسله والو طالبانو او يا د حکومت کومې بلې وسله والې مخالفې ډلې څه نه دي ويلي، خو په داسې يوه خوندي ځای کې د هغه د وژنې په اړه حکومتي چارواکو اندېښمنه څرګنده کړې.

د خوست زوړ هوايي ډګر يا چپمېن هغه امريکايي اډه ده، چې په کال ۲۰۰۹ ميلادي کې دغلته په يوه ځانوژونکې حمله کې د امريکا د استخباراتو يا CIA يو شمېر مهم او جګپوړي مامورين وژل شوي وو.

تر هغه راوروسته په دغه اډه کې د دغه ديني عالم مفتي عبدالرشيد نقشبندي وژنه لومړنۍ پېښه بلل کېږي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG