د لاس رسي وړ اتصالات

مجیب ځدراڼ د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی وسوځاوه


د افغانستان ورو توپ اچونکي مجیب ځدراڼ نن د هند د لوبډلې کپتان ویرات کولي وسوځاوه. د هند دا لوبغاړی اوس مهال په یو ورځنیو لوبو کې د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی دی.

د کرکټ مشهور کتاب ویسډن هم ویرات کولي پخپلې سږنۍ ګڼې کې ویرات کولي د نړۍ تر ټولو د غوره لوبغاړي لقب ورکړی. مجیب ځدراڼ د هند د غوره لیګ په سیالیو کې د کنګز ایلیون پنجاب او ویرات کولي د رایل چلنجرز بنګلور د لوبډلې لپاره لوبه کوي.

ویرات کولي د دې لوبډلې کپتان هم دی.

مجیب تر دې وړاندې د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې د ویسټ انډیز مشهور لوبغاړی کریس ګیل هم دوه ځلې سوځولی و. د افغانستان بل ځوان لوبغاړي راشد خان هم د مجیب لخوا د کولي په سوځولو خوښي ښودلې.

مجیب ځدران تر ټولو ځوان لوبغاړی دی چې د هند د غوره لیګ یا آی پي ایل په سیالیو کې د لومړي ځل لپاره لوبه کوي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG