د لاس رسي وړ اتصالات

ملا برادر د سولې په خبرو کې د گډون لپاره قطر ته لاړ


د طالبانو د مشر مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان د سولې په خبرو کې د گډون لپاره قطر ته تللی

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې ملا عبدالغني برادر نن د فرورۍ په ٢۴ قطر ته رسیدلی دی.

د طالبانو او د امریکا ترمنځ د خبرو نوی پړاو د دوشنبې په ورځ په دوحا کې پیلیږي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو د مشر ملا برادر د پاکستان نه دوحې ته سفر ورته یو غربي چارواکي تائید کړیدي.

ورځپاڼه زیاتوي چې د امریکا او د طالبانو په تازه خبرو کې به د امریکایي عسکرو د ایستلو لپاره تگلاره وټاکل شي او د هغې په بدل کې به طالبان دا ژمنه کوي چې د افغانستان خاوره به د ترهگریزو فعالیتونو لپاره نه کارول کیږي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په اړه په خبرو کې تر اوسه پورې د افغانستان حکومت گډون ندی کړی خو امریکایي چارواکي وایي چې د طالبانو سره د یوې نهایي موافقې نه مخکې به د افغاستان حکومت په بهیر کې گډوي او طالب چارواکي به د افغان حکومتي چارواکو سره ملاقاتونه کوي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د جمعې په ورځ رسنیو ته په یو لېږلي بیان کې ویلي‌ و چې ملا برادر د سفر د اسنادو او د طالب مشرانو ترمنځ د نا حل شویو مسایلو " له کبله قطر ته نشي تللی.

XS
SM
MD
LG