د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ملا منصور د ډي این ای ازموینه کوي


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان واېي چې د طالبانو د مشر ملا منصور د کورنۍ یو غړې د هغه د جسد تر لاسه کولو لپاره راغلی دی.

نثارعلي خان پرون خبریالانو ته وویل چې سره له دی چې امریکا او افغانستان دواړو هیوادنو ادعا کړیده چې ملا منصور د ډرون الوتکې په برید کې وژل شویدی خو پاکستان لپاره دا د منلو وړ نه ده چې د هغه مرگ د ډي این ای د آزموینې نه بغیر تائید کړي.

هغه زیاته کړه چې د وژل شوي کس د ډی این ای آزموینه کوي.

نثار علي وویل چې نن مونږ موقع تر لاسه کړه چې یو کس چې ځان د ملا منصور د کورنۍ غړی بولي، راغلی دی او دلته ې په رسمي توگه د ملا منصور د جسد تر لاسه کولو خواست کړیدی.

حکومت د ملا منصور او د هغه د کورنۍ د غړي د وینې نمونې ترلاسه کړیدي او ډیر زر به د ډي این ای ازموینه وکړي چې دا معلومه شی چې د ډرون په برید کې وژل شوی کس ملا منصور دی او کنه.

ښاغلي نثارعلي خان وویل چې د امریکا لخوا د پاکستان د خاوری په حاکمیت تیری به ناوړه پایلي ولري.

XS
SM
MD
LG