د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: د ملاعمر د مړینې خبر موثق دی


د سپینې ماڼۍ د ویاند مرستیال ایرک شولتز د خبري کنفرانس په وخت
د سپینې ماڼۍ د ویاند مرستیال ایرک شولتز د خبري کنفرانس په وخت

د طالبانو د مشر ملاعمر د مړینې د خبر له تائید وروسته یو امریکایي مقام خبریالانو ته وویل داسې ښکاري چې دا خبر موثق وي.

د سپینې ماڼۍ د ویاند مرستیال ایرک شولتز، د چارشنبې په ورځ وویل چې د امریکا د متحده ایالاتو استخباراتي سازمانونه د ملاعمر د مړینې په هکله نور جزیات تعقیبوي. خو دې امریکایي مقام د طالبانو د مشر د مړینې د نیټې په اړه او دا چې څنگه مړ شوی څه ونه ویل.

د افغانستان جمهوري ریاست د چارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې د ملاعمر د مړینې خبر تائید کړ او ویې ویل چې د طالبانو مشر شاو خوا دوه کاله مخکې د پاکستان په یو روغتون کې مړ شوی دی.

یو افغان چارواکي همداشان وویل چې کابل د ملا عمر د مړینې خبر د پاکستان څخه ترلاسه کړی دی.

طالبانو تر اوسه یواځې دومره ویلي دي چې د ملاعمر د مړینې خبرونه سم نه دي او تبلیغاتي بڼه لري.

XS
SM
MD
LG