د لاس رسي وړ اتصالات

ملا برادر له جواد ظریف سره کتلي


په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د طالبانو د دغه دفتر مشر ملا برادر او ورسره تللي هیئات په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره کتلي دي.

شاهین زیاتوي چې دواړو غاړو د افغانستان د کشالې د سوله ایز حل لپاره په تفصیل خبرې کړي دي او همداراز یې د سولې د بهیر په اړه هم یو بل سره خپلې مشورې شریکې کړي دي.

د دغو خبرو اترو په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزارت او پخپله جواد ظریف تر اوسه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې له طالبانو سره د همکارۍ راپورونه د امریکا یوه تبلیغاتي جګړه بللې وه.

د طالبانو او ایران تر منځ د اړیکو په اړه د امریکا د دفاع وزارت خپله اندیښنه څرګنده کړې وه او ایران یې په افغانستان کې د امریکا او لویدیځو هیوادونو د کمزوري کولو لپاره د طالبانو وسله والې ډلې په مرسته تورن کړی و.

د ایران او طالبانو اړیکو په تیرو کلونو کې ګڼې لوړې ژورې درلودلې. سره له دې چې ایران د طالبانو حکومت په ۹۰مې لسیزې کې په رسمیت نه و پیژندلی خو د امریکا د دفاع وزارت د تیرې اونۍ یو راپور وایي چې ایران لږ تر لږه له ۲۰۰۷ راهیسې په منظمه توګه د طالبانو ننګه او مرسته کړې او کوي.

XS
SM
MD
LG