د لاس رسي وړ اتصالات

ملاعمر: مخالفانو سره خبرې شریعت سره په ټکر کې نه دي


د طالبانو مشر ویلي چې په قطر کې د طیب اغا په مشرۍ د دغې ډلې سیاسي دفتر د ټول سیاسي فعالیتونه پرمخ وړي
د طالبانو مشر ویلي چې په قطر کې د طیب اغا په مشرۍ د دغې ډلې سیاسي دفتر د ټول سیاسي فعالیتونه پرمخ وړي

د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد د کوچني اختر د رارسیدلو په مناسبت په خپل پیغام کې د افغان حکومت د استازو سره د خپلو خبرو دفاع کړې ده او ویلي دي چې دا خبرې د افغانستان د اشغال د پای ته رسیدلو په نیت تر سره کیږي.

د ملاعمر د اختر پیغامونه په دې نېژدې کلونو کې تر زېاتې اندازې یو شان وو. هغه هر ځل له افغانستان څخه د بهرنیو قواو د وتلو او د اسلامی حکومت د تاسیس لپاره غږ کړیدی. خو د هغه په پېغامونو کې د پخلاېنی روحیه زېاته شویده. د مثال په توگه د تیرکال په پیغام کې هغه په افغانستان کې د طآلبانو د سیاسی نقش په برخه کې ویلي وو چی ډیری کسانو چی "له موږ سره مخالفت کاوه، اوس اسلامي امارت د یو واقعیت په توگه مني."

د ٢٠١٣ کال د اختر په پیغام کې چی په قطر کې د دفتر د خلاصولو له ناکامو هڅو نه وروسته خپورشو، ملاعمر وویل "دوی به هڅه وکړي چی د افغانستان له خلکو سره، د داسی یو حکومت په برخه کې تفاهم ته ورسیږي چې ټول اړخونه پکې برخه ولري او د اسلامي اصولو پر بنسټ جوړ شوی وي."

ملا عمر د سږکال د کوچني اختر په پیغام کې چې د طالبانو د یو ویاند قاري یوسف احمدي له خوا رسنیو ته استول شوی د بهرنیو هیوادونو او افغانانو سره د خبرو ترڅنګ د طالبانو له نظره په افغانستان کې د روانې جګړې د مشروعیت، ملکي تلفاتو د مخنیوي، د افغان شخصیتونو درناوی، ښوونې روزنې او د طالبانو جنګیالیو ته د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو کې خلکو سره د ښه چلند سپارښتنو ته ځای ورکړل شوی دی.

د طالبانو مشر تیره اونۍ د پاکستان د مري په ښار کې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو یادونه کړې نه ده خو په عمومي ډول یې د دغسې خبرو اترو نه دفاع کړې ده.

هغه د افغان حکومت او بهرنیانو سره د خبرو د توجیه لپاره د اسلام په لومړیو کلونو کې د بدر او خیبر په جګړو کې د مسلمانانو د پیغمبر محمد (ص) او کفارو ترمنځ د پیغامونو او جرګو یادونه کړې ویلي دي چې طالبان دا خبرې د افغانستان د اشغال د پای ته رسیدو په خاطر ترسره کوي.

د طالبانو مشر ویلي "که موږ شرعي لارښوونې په دقت وګورو نو وینو چې له دښمن سره لیدنې کتنې او یا په ځینو مواقعوکې سوله ایز تعامل منع نه دی، بلکې منع دا دی چې د اسلام له عالي موقف څخه تنزل وشي او شرعي اوامر تر پښو لاندې کړای شي".

د طالبانو مشر ویلي چې د قطر دفتر د ټولو سیاسي فعالیتونو د پرمخ وړولووظیفه په غاړه لري.

" موږ سیاسي فعالیتونه او دنړۍ له بېلا بېلو هیوادونو او خپلو افغانانو سره تماسونه اولیده کاته ددې لپاره کوو چې د هېواد اشغال پای ته ورسي، او یو خپلواک او اسلامي نظام مو په هېواد کې حاکم شي. او دا زموږ شرعي حق دی، چې له ټولو مشروعو لارو استفاده وکړو، ځکه موږ د یوې مسؤلې او منظمې ادارې په حیث تر شا لوی ولس لرو، په بشري ټولنه کې ژوند کوو، یو بل ته احتیاجات لرو، باید ټول مجاهدين او ولس مطمئن وي چي په دې سلسله کې به له خپل شرعي موقف نه په هر میدان کې کلکه دفاع کوم ".

په دغه پیغام کې د اقلیتونو په ګډون د ټولو افغانانو مشروع حقوقو ته پاملرنه دیني وظیفه ګڼل شوې ده.

د طالبانو مشر دا پیغام په داسې حال کې خپور کړی چې ځینو رسنیو په قطر کې د طالبانو په سیاسي دفتر کې د میشتو طالب چارواکو له خولې په پاکستان کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو د لومړیو مخامخ خبرو مخالفت شوی دی.

خو په پاکستان کې د طالبانو سره افغان حکومت د سولې د خبرو د پلاوي مشر حاجي دین محمد امریکا غږ ته ویلي چې په پاکستان کې د تیرې اونۍ د شوو خبرو څخه د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مجاهد او د کویټۍ د شورا په ځانګړي ډول ملا اختر منصور ملاتړ موجود وو.

په نړیوالو او امنیتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز د سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې دې د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو د لومړي پړاو څخه ډیر خوښ دی.

ښاغلي عزیز وویل "دا لومری ځل وو چې د طالبانو او د افغان حکومت استازو ترمنځ خبرې تر سره شوې، مهمه خبره داده چې دا خبرې ښکاره وې او پتې نه وې چې زه یې ډیر ښه پیل ګڼم".

ښاغلي سرتاج عزیز دا منلې ده چې پاکستان حکومت د سولې خبرو ته د طالبانو د استازو په راضي کولو کې لاس درلود.

په نړیوالو او امنیتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار، تمه ښودلې چې د کوچني اختر وروسته به د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ په خبرو کې د طالبانو زیات شمیر استازي برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG