د لاس رسي وړ اتصالات

ملا عمر مړ شوی، ارګ


تر اوسه معلومه نده چې ملا عمر څنګه مړ شو او چیرې ښخ شوی دی
تر اوسه معلومه نده چې ملا عمر څنګه مړ شو او چیرې ښخ شوی دی

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر پخلې وکړ.

د افغانستان د ولسمشر دفتر په یوې خبرپاڼۍ کې وویل چې "د باوري معلوماتو پر بنسټ تأییدوي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د ۱۳۹۲ کال د حمل ( د ۲۰۱۳ د اپرېل) په میاشت کې، په پاکستان کې مړ شوی دی".

په خبرپاڼۍ کې دا هم ویل شوي چې "افغان حکومت په دې باور دی چې د سولې مذاکراتو ته اوس، تر بل هر وخت ښه زمینه مساعده ده، پر همدې اساس، پر ټولو مخالفو وسلوالو ډلو غږ کوي چې له دې فرصته په استفادې، د سولې له خبرواترو سره یو ځای شي".

همداشان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند کربي دمخه د امریکا غږ ډیوې رادیو ته ویلي وو چې دوی هم د ملا عمر د مړینې خبر اورېدلی دی او انتظار کوي چې دا خبر تصدیق شي.

دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو یو ویاند د امریکا غږ ته وویل چې ملا عمر بېخې روغ رمټ دی او د هغه د مرګ خبره یواځې اوازې او تبلیغات دي.

خو د افغانستان د ملي امنیت ریاست د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مړینه تائید کړه او د دې ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي چې ملا عمر د ٢٠١٣ کال د اپریل په میاشت کې د پاکستان د کراچۍ ښار په یو روغتون کې مړ شوی و.

یو شمېر مطبوعاتو بیا د هغه د مرگ خبر د ځینو لوړ پوړو افغان چارواکو له خولې خپور کړ.

د ملا عمر د مړینې د خبر د خپریدو لومړی شیبې

نن سهار کله چې د ملا عمر د مړینې خبر خپور شو، د هغه په وړاندې مختلف غبرگونونه رامنځ ته شول.

د افغانستان د ملي امنیت په شورا کې یو لوړ پوړي چارواکي وویل چې د ملا عمر د مرګ خبر نه تایدولی شي او نه یې هم ردولی شي.

د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال ظفر هاشمي په کابل کې خبریالانو ته وویل "د افغانستان حکومت د طالبانو د مشر د مړینې د ادعا په اړه راپورونه ترلاسه کړي چې موږ یې نه تایدولی او نه ردولی شو. موږ په دې اړه پلټنې کوو چې دا خبره رښتیا ده کنه، هر کله چې موضوع روښانه شوه، جزییات به یې له تاسو سره شریک کړم".

د سولې په مذاکراتو کې ښکېلو غاړو ته نژدې سرچېنو د خبرو د ردولو ترڅنګ دا هم ویلي چې د دا ډول تبلیغاتو هدف را روانه اوونۍ په پاکستان کې د سولې د دویم دور د خبرو ټکنۍ کول دي.

له تېرې یوې لسیزې راهیسې کله ناکله د ملا عمر د مړینې خبر په مطبوعاتو کې خپریږي، خو وروسته بیا رد شوی دی.

د هغه له لوري په دې وروستیو کې یو شمېر پیغامونه هم خپاره شول چې تر ټولو وروستی پیغام یې د کوچني اختر په مناسبت و چې هغه په کې د سولې د تازه مذاکراتو ننګه کړې وه.

ملا عمر په خپل اختریز پیغام کې دا خبره هم کړې وه د سولې د هغو خبرو مخالفت نه کوي چې په افغانستان کې د امریکا اشغال ختموي او یو اسلامي نظام ته لاره پرانیزي.

ملا عمر د طالبانو د تحریک بنسټ اېښودونکی دی او له هماغې راهیسې د دغه خوځښت مشري کوي او امریکا یې په لټه کې ده چې پر سر ۱۰ میلیونه ډالره جایزه اېښې ده.

XS
SM
MD
LG