د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د ملا عمر ژوند لیک خپور کړ


افغان چارواکي وايي ملا عمر په پاکستان کې پټ دی.
افغان چارواکي وايي ملا عمر په پاکستان کې پټ دی.

طالبانو و یلي چې ۵۵ کلن مشر یې ژوندی دی او د خپل مرستیال په مرسته د جهادي شورا او ۹ کمیسیونونو مشري کوي.

طالبانو "د امیرالمؤمنین" په توګه د ملا محمد عمر د ګمارلو د شپاړلسمې کلیزې په پلمه د هغه ژوند لیک خپور کړی دی.

د ملا محمد عمر په اړه لا هم ډېر لږ معلومات شته آن د هغه کوم تصویر هم خپور شوی نه دی. عمر هېڅکله هم په تصویري رسنیو کې ښکاره شوی نه دی او نه یې د نړۍ له کوم مشر سره لیدلي دي.

خو طالبانو دا اوونۍ په خپلې وېیپاڼې کې په څو ژبو د ملا عمر ژوند لیک خپور کړ.

په ژوند لیک کې ویل شوي چې ملا محمد عمر د مولوي غلام نبي زوی، د ملا محمد رسول لمسی او په قوم هوتګ دی. ملا عمر په ۱۹۶۰ میلادي کال کې د کندهار د خاکریز په ولسوالۍ کې زېږېدلی او دی لا پنځه کلن و چې پلار یې مړ شو.

د طالبانو مشر اته کلن و چې په ارزګان ولایت کې دیني مدرسې ته ولاړ او په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي پوځ تر یرغل وروسته، ملا عمر هم جهاد ته ودانګل او د مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي په ډلې کې په کندهار او ارزګان ولایتونو کې فعال و.

طالبانو د ملا عمر په خپور شوي ژوند لیک کې د هغه د مور، مېرمنې او اولادونو په اړه معلومات ندي ورکړي.

راکټي

د طالبانو مشر د شوروي ځواکونو پر ضد جهاد کې څلور وارې ټپي شو چې په وروستي ځل کي یې ښۍ سترګه هم ړنده شوه.

د ملا عمر په ژوند لیک کې ویل شوي چې د هغه د خوښې وسله "R.P.G.7" یا راکټ دی. دا هغه وسله وه چې ملا عمر به د شوروي ځواکونو ټانګونه پرې وېشتل، ویل کیږي چې هغه په راکټ توغولو کې دومره تجربه لرله چې آن د وېشتل شویو ټانګونو شمېر یې هم ورمعلوم نه دی.

د ملا عمر ژړا

ملا عمر له دیارلسو کلنو جنګ جګړو وروسته، په ۱۹۹۲ کال کې خپله وسله په ځمکه کېښوده او د کندهار په میوند ولسوالۍ کې یې یوه مدرسه جوړه کړه.

ه کندهار کې د ملا عمر د پخواني کور، تر څنګ یو جومات دی.
ه کندهار کې د ملا عمر د پخواني کور، تر څنګ یو جومات دی.

خو ده یوازې دوه کال دغه مدرسه وچلوله او په ۱۹۹۴ کال کې له خپلو یو شمېر پخوانیو جهادي ملګرو سره په ګډه د کندهار د پنجوايي په ولسوالۍ کې د طالبانو اسلامي تحریک پيل کړ.

د طالبانو تحریک په چټکۍ سره د افغانستان نورو برخو ته وغزېد، ملا عمر د۱۹۹۶ کال د اپریل په میاشت کې شاوخوا ۱۵۰۰ دیني عالمان کندهار ته وروبلل، ځان یې امیرالمومنین او د طالبانو تحریک یې "د افغانستان اسلامي امارت " اعلان کړل.

سره له دې چې ملا عمر له ټاکنو پرته مطلقه واک ترلاسه کړ، خو طالبان وايي چې هغه د خوشحالۍ پر ځای "دومره وژړل چې د اوږې څارد یې په اوښکو لوند او خېشت شو".

ملا عمر ډېر نه غږیږې

په ۲۰۰۱ کال د امریکا له بریدونو او طالبانو د نظام له نسکورېدو وروسته، ملا عمر هم وتښتېد او تر دې دمه یې د اوسېدلو او فعالیتونو ځای ندی څرګند.

طالبان وايي مشر یې" ځان ښودنه او له ضرورت پرته خبرې کول" نه خوښوي.

سره له دې چې امریکا د ملا عمر پر سر لس میلیونه ډالره جایزه ټاکلې ده، خو طالبان وايي چې د هغه فعالیتونه لا هم په خپل حال او هماغسې روان دي.

ملا عمر د طالبانو د جوړښت او تشکیل مشر دی، دی د "اسلامي امارت د مرستیال" په همکارۍ د شلو کسانو د شورا مشري په غاړه لري او فرمانونه ورکوي، د دغې شورا ټول غړي د ملا عمر له لوري ټاکل کیږي.

طالبانو د دغې شورا د فعالیتونو د ځای ځایګي په اړه څه نه دي ویلي، خو افغان او امریکايي چارواکو په وار وار ویلي چې د طالبانو شورا د پاکستان د کوټې په ښار کې ده او له هماغه ځای نه په افغانستان کې روان جنګ، تنظیموي.

XS
SM
MD
LG