د لاس رسي وړ اتصالات

مولن: پاکستان لا هم د ترهګرو ځاله ده


مولن: پاکستان لا هم د ترهګرو ځاله ده
مولن: پاکستان لا هم د ترهګرو ځاله ده

د امریکا د لویو درستیزانو د کمیټې مشر مایک مولن چې د خدمت موده یې په نژدې راتلوونکې کې پای ته رسیږي افغانستان ته سفر کړی او د خپلو ځواکونو سره د لیدنو کتنو په ترڅ کې یې ویلي چې پاکستان لا هم د ترهګرو ځاله ده.

مولن پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د ترهګرو پر وړاندې باید جدي مبارزه وکړي. هغه همدا شان د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون، او د طالبانو په اړه یو لړ څرګندونې هم کړې دي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیر مایک مولن افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې پاکستان ته یو بل خبرداری ورکړ چې اسلام اباد باید د ملیشه وسله والو د جړلو د ویستلو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

"په پاکستان کې اوس هم زیات شمیر ترهګر اوسیږي. د القاعده شبکې مشرتابه هلته دی. دا سازمان اوس هم دسیسې کوي چې څومره ممکن وي امریکایان ووژني. هلته نورې ترهګرې ډلې هم شته، لکه لشړر طیبه، د حقاني شبکه او څرګنده ده هغوی چې په کویټه کې اوسیږي او دلته راځي چې د افغانستان حکومت وپرزوي."

د امریکا حکومت پر پاکستان زور اچوي چې د حقاني ډله او نور هغه ترهګر وځپي چې له پاکستان څخه پر افغانستان بریدونه کوي. خو د امریکا او پاکستان اړیکې په خاصه توګه وروسته له هغې لانجمنې شوې چې د می په میاشت کې امریکایي خاصو ځواکونو د پاکستان دننه په عملیاتو کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن وواژه.

د امریکا لوی درستیز مایک مولن همداشان د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ په اړه وویل:

"مونږ تر اوسه کومې موافقې ته نه یو رسیدلي. زما له نظره دا د تعجب وړ نه ده. کله چې مونږ د زیات شمیر هیوداونو سره تړونونه لاس لیک کوو دا تل همداسې وي او وخت نیسي او جدي خبرو ته اړتیا وي. دا پوره وضاحت ته اړتیا لري چې دواړو خواوی کومې موضوعګانې غواړي. په دې هکله کار روان دی."

مایک مولن د جمعې په ورځ افغانستان ته رسیدلی او د شنبې په ورځ یې په جنوب کې له خپلو کوماندانانو سره وکتل. د یکشنبې په سهار کندهار ته لاړ او هلته یې د امریکایي ځواکونو اډه ولیدله.

نوموړي د روژې په مبارکه میاشت کې د عملیاتو په هکله او دا چې ایا د طالبانو مشران به د تیرو څو اونیو وژونکو بریدونو وروسته له پولې اخوا بیرته پاکستان ته واوړي او په روژه کې به جګړه ودروي او که نه، وویل:

"د روژې میاشتې ته په درناوي، ددې وړاندوینه مشکله ده چې څه به پیښ شي. حقیقت دادی چې په تیره لسیزه کې او یا ما په خپل نظامي ژوند کې د پیښو وړاندوینه ښه نه ده کړې او دا چې په راتلونکې میاشت کې به څه وشي، که رښتیا ووایم نه پوهیږم، مونږ باید ورته انتظار وباسو. زه نه پوهیږم چې تاو تریخوالی او بریدونه به زیات شي او که کم."

دا ښایي افغانستان ته د مایک مولن وروستی سفر وي نوموړی په سپتمبر کې له دندې ګوښه کیږي او ځای یې جنرال دمپسي نیسي.

د امریکا لوی درستیز مایک مولن همداشان په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د اداري فساد او سمې حکومتدارۍ د نه شتون په هکله اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې امریکایي کوماندانانو ورته ویلي چې په افغانستان کې اداري فساد خورا جدي ستونزه ده.

XS
SM
MD
LG