د لاس رسي وړ اتصالات

موسى شاهين تر شاوخوا درى مياشتو وروسته د طالبانو له بند څخه خوشې شو


موسی شاهین
موسی شاهین

د پنجشېر ولايت د سيمه ييز سندر غاړي موسى شاهين دوستان وايي چې هغه تر درى مياشتو وروسته د طالبانو له بند څخه ازاد شوى او له خپلې کورنۍ سره يو ځاى شوى دى٠

د دغه سندرغاړي ورور عبدالوهاب عاصم د دوشنبې په ورځ اپرېل ١٧ ( وري ٢٨) امريکا غږ ته وويل چې طالبانو موسى شاهين تيره ورځ په ضمانت له بند څخه خوشي کړى دى او کورنۍ ته يې تسليم کړى دى٠

موسى شاهين شاوخوا درى مياشتې مخکې د طالبانو اړوند کسانو لخوا د کابل ښار د ١٧ مې حوزې په مربوطاتو کې نيول شوى و او تر دا مهاله په کابل او پنجشېر کې د طالبانو په بند کې و٠

عاصم زياته کړه: "د درى مياشتو جريان کې چې په زندان کې و، ډول، ډول شکنجه شوى دى اوس يې هم پر بدن د شکنجې اثار ليدل کيږي٠ طالبانو په وروستۍ ورځ چې هغه له بند څخه خوشي کوٸ، ګواښ يې ورته کړى و چې بايد له رسنيو سره مصاحبه ونکړي او له امارت څخه شکايت ونکړي٠"

پدې وروستيو کې د افغانستان د موسيقۍ ملي انستيتيوت د طالبانو په بند کې د موسى شاهين د روغتيايي وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې وه او د هغه د خوشي کولو کمپاين يې پيل کړى و٠

د دغه انستيتيوت رئیس احمد سرمست چې اوس مهال له افغانستان څخه بهر فعاليت کوي له هغو کسانو څخه مننه کړې چې د موسى شاهين د خوشي کولو لپاره يې غږ پورته کړى و٠

ښاغلي سرمست پر خپل فيسبوک پاڼه ليکلي: "د محترم شاهين کورنۍ، د هيواد د موسيقۍ او هنر ټولنې ته د دغه ښه خبر مبارکي وايم، له هغه ټولو دوستانو چې د شاهين د خوشي کولو لپاره يې خپل غږ پورته کړى و د زړه له تله مننه کوم٠"

تر دا مهاله د طالبانو لخوا د دغه سيمه ييز سندر غاړي د نيول کېدو دليل نه دى روښانه شوى او پدې اړه يې معلومات نه دي ورکړي٠

تر دې مخکې د بشري حقونو ملاتړ يو شمېر بنسټونو او د بخښنې نړيوال سازمان ويلي و چې طالبانو په تيرو نژدې شلو مياشتو کې پر افغانستان تر بيا حاکميت وروسته د ښځو حقوقو فعالانو، د پوهنتون استادانو، خبريالانو او مدني فعالان په ګډون سلګونه کسان چې د دوى د حکومت پر څرنګوالي يې انتقاد کاوه نيولي دي٠

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو اونۍ مخکې د ښځو د حقوقو فعاله نرګس سادات او د پوهنتون استاد ذکريا اصولي له خپل بند څخه خوشي کړل، نرګس سادات د ښځو پر زده کړو او کار د طالبانو د بنديز په غبرګون کې په مظاهره کې ګډون کړى و او د طالبانو پر چلند يې په ښکاره انتقاد کاوه٠

ويل کيږي چې اوس مهال افغان الاصله فرانسوي خبريال مرتضى بهبودي، د قلم لار ټولنې مشر او د ماشومانو د زده کړو مدافع مطىع الله ويسا او يو شمېر نور مدني فعالان د طالبانو په بند کې دي او برخليک يې معلوم نه دى٠

پداسې حال کې چې د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو له طالبانو څخه له يادو مدني فعالانو د خوشي کولو غوښتنه کړې، خو طالبانو بيا هم د خپلو مخالفينو نيولو ته دوام ورکړى دى.

XS
SM
MD
LG