د لاس رسي وړ اتصالات

چین کې د مسلمانانو ځورول ریښتیا نه دي - د پاکستان د پارلمان غړی


د پاکستان د سنا مجلس د بهرنیو چارو د کمیټې رئیس ویلي چې په چین کې د اویغور مسلمانانو د ځورولو راپورونه ریښتیا نه دي او یواخې د چین بدنامولو او په دغه هیواد د فشار راوستلو یوه لاره ده.

مشاهد حسین ویلي: "ما څو ځلې شین ژیانګ ته سفر کړی. هلته اوضاع ډیره سوله ییزه او عادي ده. خلک عادي ژوند کوي او ما هلته کومه ستونزه نه ده لیدلې. "

دغه پاکستاني مقام ویلي چې چین په شین ژیانګ کې د سخت دریځۍ او تروریزم مخه نیولې او هلته یې وضعیت ډېر ښه کړی. هغه زیاته کړه چې پاکستان په دغه برخه کې د بیجنګ ملاتړ کوي او د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې خلاف دی.

د امریکا متحدو ایالتونو، ملګرو ملتونو او د بشر ي حقونو ګڼو مدافع بنسټونو د چین حکومت په شین ژیانګ کې د اویغور مسلمانو په زنداني کولو او په زور د هغوی د دین د بدلولو تور لګولی.

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو مجلس د سه شنبې په ورځ د (اویغور قانون ۲۰۱۹) په نوم یوه لایحه تصویب کړه چې پکې د چین لخوا د "اجباري کار" په کمپونو کې د اویغور، قزاق او نورومسلمانانو بندي کول غندل شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د دغه کار په غبرګون کې ویلي چې هر هغه هیواد چې غواړي د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، د خپلې لاسوهنې ډیره لوړه بیه به ورکړي.

XS
SM
MD
LG