د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف ۴٠٠٠ پاکستانيان د ډالرو په بدل نورو ملکونو ته سپارلي


د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف د څلورو زرو پورې پاکستانیان بهرنیو ملکونو ته ورکړي و او د هغوي په بدل کې یې ډالرې اخیستې وی.

د پاکستان ایکسپرس ټریبیون یو رپورټ وایي چې دغه څرگندونې د پاکستان د لادرکه شوو کسانو د کمیسیون مشر جاوید اقبال د پارلیمان د بشري حقونو کمیټې ته کړیدي. ښاغلي اقبال پارلیماني کمیټې ته وویل چې د مشرف سره په دغه پټې معاملې کې د خیبر پښتونخوا سیاستمدار افتاب شیرپاو چې هغه وخت د کورنیو چارو وزیر و، هم شامل و.

اقبال زیاته کړه چې مشرف دغه کسان چې زیاتره یې امریکا ته سپارلې دي، د ډالرو په بدل کې ورکړي و.

جاوید اقبال د پاکستان د پارلیمان په رول هم نیوکې وکړې او وې ویل چې د دغه سیاستمدارانو د مشرف د دغه غیرقانوني اقداماتو په اړه هیڅ ډول تحقیقات یا بحث ندی کړی.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان په پارلیمان کې د ملي عوامي گوند یوې غړي نسیمې پانیزۍ د پښتون تحریک په اړه وپوښتل او وې ویل چې ولې د پښتون تحریک غوښتنو ته پام نه کیږي.

د پښتون تحریک مشر محسن داوړ امریکا غږ ته په یوې مرکې کې ویلي دي چې شاوخوا اته زره کسان د پښتونخوا او قبایلي سیمو نه لادرکه دي چې پکې ۴٠٠٠ تنه د قبایلي سیمو دي.

د هغې نه وروسته چې په پاکستان کې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې تحریک پیل شویدی او په دغه کې د هغو پښتنو په اړه د معلوماتو ورکولو غوښتنه شوي چې لادرکه دي ، دا لومړنې ځل دی چې د پاکستان په پارلیمان کې د لادرکه کسانو په اړه خبرې کیږي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG