د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ لویه ضربه خوړلې


د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو د وزارت پخواني مرستیال مزمل شنواري په پاکستان کې مطبوعاتو ته په مرکې کې ویلي دي چې د افغانستان او پاکستان په پولې د تشنج له وجې د دواړو هیوداونو تر منځ تجارت ډیر زیات کم شویدی.

ښاغلی شینواری وایي چې په ۲۰۱۰ کال کې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګري ۲.۵ ملیارده ډالره و خو اوس یو عشاریه اتو میلیاردو ته راښکته شویدی.

د سوداګرۍ او صنایعو د دغه پخواني چارواکي پر وینا چې افغانستان پخوا د سوداګرۍ په برخې کې تقریباً ټوله اتکا په پاکستان کوله چې پدغه شان حالاتو کې به یې زیان هم ټول افغانستان ته رسیده خو اوس چې افغانستان د نورو هیوادونو سره هم ترانزیتي لارې لري، دا ځل برعکس پاکستان زیانمن شوی.

د مزمل شینواري سره بشپړه مرکه دلته اوریدلی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:07:24 0:00

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG