د لاس رسي وړ اتصالات

"زما سره کرښه" ټولنیزو رسنیو کې د یوې افغان خبریالې کمپاین


په افغانستان کې ډیرې ښځې او سړي د فیسبوک څخه ګټه اخلي
په افغانستان کې ډیرې ښځې او سړي د فیسبوک څخه ګټه اخلي

د سولې په خبرو کې د ښځو حقونو ته د پاملرنې لپاره یوې افغان خبریالې فرحناز فروتن افغانستان کې ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې په ملتیا "#زما_سره_کرښه" په نامه د ټولنیزو رسنیو له لارې یو کمپاین پیل کړی، چې په ترځ کې به یې د ټولنیزو رسنیو کارونکي د ښځو د بشري حقونو او سولې په اړه خپل نظرونه سره شریک کړي.

فرحناز فروتن یوه افغان خبریاله ده، چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو څخه ملاتړ کوي وایي د دې "سره کرښه" قلم او د بیان ازادي ده .

افغانستان کې ښځو لپاره د ملګروملتونو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ټویټر او فیسبوک له لارې د دې کمپاین هدف د سولې، بشري حقونو او د ښځو حقونو په اړه د ښځو او سړو د نظریاتو وړاندې کول دي.

خبریالې فروتن ویلي "# زما_سره_کرښه" د سولې او د ښځو د حقونو په اړه د دریځ څرګندولو لپاره یو ټولنیز حرکت دی.

تر اوسه د ټولنیزو رسنیو زیات شمیر کاروونکو د فرحناز فروتن له خوا پیل شوي، کمپاین په باب خپل نظرونه څرګند کړې دي.

تمه ده، چې په راتلوونکو ورځو کې به ډیر نور هم په دې هکله خپل نظرونه څرګند کړي.

افغانستان کې د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې دا کمپاین په داسې حال کې پیل کړی، چې د ښخو د حقونو زیات شمیر افغان فعالانو له وړاندې د طالبانو سره د سولې پر مهال د ښځو حقونو له پامه غورځولو په اړه خپلې اندیښنې د غونډو، کنفرانسونو او ټولنیزو رسنیو له لارې په پراخه توګه څرګندې کړي دي.

د ملي یووالي حکومت مشرانو په ټینګار ویلي، چې د طالبانو سره د سولې پر مهال به د ښځو پر حقونو معامله ونه کړي.

خوپه روانه اونۍ کې د امریکا په پایتخت واښنګټن کې یوې غونډې ته د افغانستان د ملي امنیت د شورا د سلاکار حمدالله محب وروستیو څرګندونو ته په کتو، افغان حکومت هم د افغان میرمنو په څیر د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او د طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو په اړه اندیښنې لري.

ښاغلي محب ویلي، چې په دې خبرو کې افغان حکومت څنډې ته ټیل وهل شوی او افغان حکومت مشرانو ته هم د خبرو د جریان څخه ډیر معلومات نه ورکول کیږي.

په افغانستان کې د ښځو لپاره د ملګرو ملتونود ادارې مشره الیتا میلر وایي، چېو" # زما _ سره_ کرښه" نړیوالو ته هم دا پیغام ورکوي، چې افغانان سوله غواړي، خو د خپلو حقونو څخه هم نه تیریږي.

میرمن میلر وايي" اوس یي ډیر ښه وخت دی، چې د یوه سوله ییز افغانستان د راتلوونکي لپاره بنسټ کیښودل شي. او دغسې راتلوونکي د فرحناز په څیر د ښځو په مټ جوړیدلی شي، چې د خپلو حقونو لپاره لکه د -زدکړې حق، د رای حق، د نظر ورکولو حق، او نور هغه حقونه چې د دوی سرې کرښې ګڼل کیږي او هیڅ کله نه غواړي له هغې لاس په سر شي، مبارزه کوي. "#زما_سره_کرښه" ټولو ښځو او نارینه وو ته، او همدا رنګه نړیوالو ته دا پیغام دی چې افغانان د سولې غوښتونکي دي."

په افغانستان کې د سړو ترڅنګ ډیرې ښځینه فعالانې هم د خپلو نظریاتو د څرګندولو لپاره فیسبوک او ټویټر کاروي.

XS
SM
MD
LG