د عدالت نړیوالې محکمې میانمار د روهینګیا مسلمانانو په نسل‌وژنه کې مسوول وباله

د هالنډ په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۹مه، حکم وکړ چې د میانمار امنیتي ځواکونو په ۲۰۱۷ کال کې د روهینګیا د مسلمان اقلیت پر وړاندې نسل‌وژنه کړې ده.

محکمې وویل، د میانمار ځواکونو د روهینګیا زرګونه ملکي وګړي وژلي، پر ښځو یې پراخ جنسي تشدد کړی، ماشومان یې له سختو بریدونو سره مخ کړي او د تېښتې پر مهال یې هم خلک په نښه کړي دي.

د محکمې مشر قاضي یوجي ایواسوا د پرېکړې د لوستلو پر مهال وویل، شواهد ښيي چې د میانمار امنیتي ځواکونو د روهینګیا د خلکو پر وړاندې د نسل‌وژنې جرم ترسره کړی دی.

قاضیانو وموندله چې د میانمار پوځ د خپلو پوځي عملیاتو پر مهال ګڼ نارینه او هلکان په ډله‌ییزه توګه اعدام کړي، پر ښځو یې جنسي تېری کړی او په سلګونو کلي یې سوځولي یا ویجاړ کړي دي.

محکمې همداراز وویل چې د میانمار پوځ د روهینګیا مسلمانانو پر ضد د کرکې خپرولو په فعالیتونو کې هم لاس درلود.

دغه قضیه اووه کاله مخکې د ګامبیا له خوا نړیوالې محکمې ته وړاندې شوې وه.

دا له دویمې نړیوالې جګړې او د نازیانو له هولوکاسټ وروسته یوازې څلورمه قضیه ده چې یوې نړیوالې محکمې په کې د نسل‌وژنې د جرم د ثابتېدو قانوني معیار پوره بللی دی. دا لومړی ځل دی چې دغه محکمه یو دولت د نسل‌وژنې مسوول ګڼي.

د محکمې پرېکړه وروستۍ ده او د استیناف غوښتنه نه شي کېدای.

​
XS
SM
MD
LG