په برما کې دولتي مطبوعاتو په سیمه ایز وخت شنبه جنوري څلورمه ( مرغومي ۱۵) ویلي چې ددې هیواد نظامي حکومت پلان لري د ۱۸۰ بهرنیو اتباعو په ګډون ۵۸۶۴ بندیان خوشې کړي.
نظامي حکومت ویلي چې دا کسان د عفوې یو پلان له مخې د هیواد خپلواکۍ ورځې په مناسبت خوشې کوي.
د برما پوځ د ۲۰۲۱ میلادي کال په پیل کې په نظامي کودتا کې واک تر لاسه کړ او د هیواد پخوانۍ مشرې، آنګ سان سوچي په ګډون یې زرګونه کسان بندیان کړل.
په میرمن سوچي باندې په انتخاباتو کې د درغلۍ، د ولس پارونې او فساد ۱۴ جنایي تورونه لګول شوي او له همدې کبله دا ۷۹ کلنه مشره په ۲۷ کالونو بند تیرولو محکومه شوې.
هغې پرې لګیدلي ټول تورونه رد کړي.
اکثریت بندیان دیموکراسۍ پلوي مظاهره چیان دي چې د نظامی کودتا وروسته لارو کوڅو ته راووتل او همدارنګه په ټول هیواد کې د وسله وال بغاوت سبب شو.
سره لدې چې د برمام پوځ ویلي چې په روان میلادي کال کې به انتخابات وکړي خو سیاسي مخالفین دا تش په نامه انتخابات بولي.
د برما حکومت تیر کال هم د شاوخوا شپږو زرو بندیانو خوشې کولو اعلان کړی و.
د برما د نظامي حکومت ویاند امریکا غږ ته ویلي و چې په خوشې شویو کسانو کې هنرمندان، فعالین، د مخکني حکومت یو وزیر، د انتخاباتو یو پخواني چارواکی او یو اعلی وزیر او د بهرنیو هیوادونو څلور اتباع شامل و.
ویاند ویلي چې تیر کال یې ټول ټال ۵۷۷۴ کسان خوشې کړي و چې ۷۱۲ یې سیاسي بندیان و.
فورم \ دبحث خونه