د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د روهینګیا له کډوالو سره ۱۲ میلیونه ډالر مرسته وکړه


ملګرو ملتونو د هغو کسانو لپاره چې د تاوتریخوالو له وجې له میانمار څخه مهاجر شوي دي د ۱۲ میلیونو ډالرو عاجلې مرستې خبر ورکړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د بشري مرستو د څانګې مامورینو ویلي دي چې دا مرستې به هغو کسانو ته ورسیږي چې تر نورو خلکو زیات کمکونو ته اړتیا لري.

د عاجلو بشري مرستو سبمالونکی مارک لوکوک وايې چې د کډوالو کوربه هېواد، بنګلادیش د مرستو هرکلی کړی دی خو د مهاجرینو په کمپونو کې وضعیت ډیر بد دی.

ښاغلی لوکوک له کډوالو سره شوې مرستې کافي نه بولي او له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې خپلې مرستې تر پخوا زیاتې کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارواکو په وینا کډوال ډیرو خوراکي توکو، اوبو، د حفظ الصحې امکاناتو، کلینیکونو او نوور لازمي اسانتیاوو ته اړتیا لري.

د اګست په میاشت کې د میانمار په راخین ایالت کې د روهینګیا مسلمان اقلیت پر ضد د حکومتي پوځیانو لخوا د تشدد له زیاتېدو وروسته شاخوا نیم میلیونه روهینګیایان بنګلادیش ته مهاجر شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې روانه ستونزه یواځې د میانمار حکومت اوارولی شي.

په بنګلادیش کې د روهینګیا اقلیت ګډوال او امنیتي ستونزې یې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00

XS
SM
MD
LG