د لاس رسي وړ اتصالات

په کشمیر کې د کاوڅیو پرې کولو پیښو میرمنې اندیښمنې کړي


د هند تر کنترول لاندې کشیمر کې یوه ډله کسان د شپې لخوا د خلکو کورونو ته اوړي او د میرمنو ویښته پرې کوي.‌
د هند تر کنترول لاندې کشیمر کې یوه ډله کسان د شپې لخوا د خلکو کورونو ته اوړي او د میرمنو ویښته پرې کوي.‌

د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې یوه ډله پیدا شوې چې د شپې د خلکو په کورنو چاپې اچوي او د میرمنو کاوڅۍ پریکوي. پولیسو پدې تیرې یوه میاشت کې سل داسې قضیې ثبت کړي چې د سړیو یوه ډله چې مخونه یې پټ دي د خلکو کورنو ته ننوتي او د هغوي د ویښتو چوټیاني یې پرې کړیدي.

دې کار پولیس هم اندیښمن کړي. پولیسو په لومړي سر کې فکر کاوه چې د سیمې میرمنې وهم اخیستي خو اوس وایي که هر چا ورته داسې معلومات ورکړل چې له مخې یې دغه ډله ونیول شي، ۹ زره امریکایي ډالر انعام ورکوي.‌

په سلګونو ځوانان چې چاقوان، د کرکټ بیټونه او د اوسپنې میلي ورسره دي اوس لګیا دي، د شپې لخوا د کلي په لارو کوڅو کې ګرځي او د خپل چم ګاونډ امنیت ساتي.

د هند تر کنترول لاندې د کشمیر اعلی وزیرې محبوبه مفتي ویلي دي چې د کوڅیو پرې کول پدې ایالت کې د "میرمنو د حیثیت د کمزوري کولو هڅه ده او او د وحشت پیدا کول دي. "

څلویښت کلنه تسلیمه بلال چې تیره اوونۍ یې چوټي پرې شوې، د اې پي خبري اژانس ته ویلي دي چې " حمله کوونکی لکه د پوځ کومانډو په شان قوي و" میرمن بلال وایي ما غوښتل چې د مخ نه یې ماسک لیرې کړم خو زور مې پرې نه ورسیده. هغې همدارنګه وویل چې حمله کوونکي یې ویښته پرې کړل خو د ځان سره یې وې نه وړل.

میرمن تسلیمه وایي چې په هغې د حملې نه څو ورځې وروسته یو څو کسانو د هغې وریره لومړی په ورمیږ کې په خښتې ووهله او بیا یې ترې ویښته قیچي کړل. ځینو نورو میرمنو بیا ویلي دي چې د حمله کوونکو سره یو ډول بې هوښه کوونکي درمل دي چې تر بې هوښه کیدو وروسته د میرمنو ویښته قیچي کوي.

که څه هم د هند تر کنترو لاندې کشمیر کې بیلتون غوښتونکي شک کوي چې پدې کار کې هندي چارواکي لاس لري خو په سیمه کې د پولیسو مشر جنرال منیر ا حمد خان ویلي دي چې " پدې کار کې د چارواکو په لاس لرلو شک کول، احقانه کار دی "

XS
SM
MD
LG