د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي افغان تاریخپوهې نانسي دوپري له نړۍ سترګې پټې کړې


میرمن دوپري چې له ۵۳ کالو راهیسې د افغانستان د حالاتو سره نیږدې پاتې شوې وه نن سهار ډیر وختي یې کابل کې په روغتون کې ساه ورکړه.
میرمن دوپري چې له ۵۳ کالو راهیسې د افغانستان د حالاتو سره نیږدې پاتې شوې وه نن سهار ډیر وختي یې کابل کې په روغتون کې ساه ورکړه.

امریکايي، افغانمحققې، لرغونپوهې او تاریخپوهې نانسي دوپري دنیږدېنوي کالو په عمر نن سهار ډیر وختي په کابل کې په یوه خصوصي روغتون کې له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

میرمن نانسي دوپري چې د خپل عمر له نیمايي مودې څخه یې زیاته برخه یعنې ۵۳ کاله په افغانستان کې په تحقیق، اکاډمیکو څېړنو، د افغانستان په توریزم کې تیر کړي وو، د عمر وروستۍ سلګۍ یې هم په افغانستان کې ورکړې.

د کابل په پوهنتون کې د افغانستان د مرکز اجرائیوي رئيس عبدالوحید وفا امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې میرمن نانسي دوپرې نن سهار ډیر وختيپه دریو بجو او شل دقیقو د کابل په ښار کې د امیري روغتون په نوم په یو خصوصي روغتون کې ساه ورکړې ده.

ښاغلي وفا وویل "تېره شپه درې بجې او ۲۰ دقیقې وې چې میرمن نانسي دوپري له فاني نړۍ سره وداع وکړه".

مېرمن نانسي دوپري له درېیو میاشتو راهیسې سخته ناروغه او په روغتون کې تر درملنې لاندې وه.

د کابل په پوهنتون کې د افغانستان د مرکز اجرائیوي رئيس عبدالوحید وفا وویل چې لا تر اوسه معلومه نده چې د مېرمن نانسي دوپري جسد به په افغانستان کې خاورو ته وسپارل شي او یا به امریکا ته د ښخولو لپاره جسد واستول شي.

ښاغلي وفا وویل "مونږ له افغان حکومت او د امریکا سفارت سره په اړیکه کې یو. تصمیم هغوی نیسي چې دلته یې خاورو ته وسپاري که یې امریکا ته جسد ولیږدوي".

میرمن ډوپري چې ۱۹۶۴ کې افغانستان ته راغله هغه مهال د یوه ډيپلوماټ مېرمن وه، وروسته یې له امریکايي لرغونپوه لويي دوپري سره چې په افغانستان کې یې د ډبرو د زمانې اړوند اثار کشف کړي، واده وکړ.

نانسي دوپري په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتي منبع د مرکز بنسټ هم ايښی، دا مرکز اصلا په ۱۹۸۹ کې په پېښور کې میرمن دوپرې تاسیس کړی وو پدغه مرکز کې میرمن دوپرې د جنګونو په مهال اکثره چاپي اثار راغونډ کړي وو.

مېرمن دوپري په افغانستان پنځه کتابونه لیکلي، دا کتابونه د هغې ټول په توریزم، د بامیانو، کابل، مزار شریف او د نورو سیمو په تاریخ دي.

میرمن دوپرې له افغانستان سره پراخه مینه لرله او د عمر تر پایه افغانستان سره ډیره نیږدې پاتې شوه.

XS
SM
MD
LG