د لاس رسي وړ اتصالات

مشهوره امریکایي افغانستان پیژندونکې نانسي ډوپري په روغتون کې بستري شوې


Nancy Dupree Kabul
Nancy Dupree Kabul

نوي کلنه امریکايي افغانستان لرغونپوهه، تاریخ لیکوونکې او اکاډمیکه نانسي ډوپري له تېرو دوو ورځو راهېسې د پښې د ماتیدو له امله ناروغه شوې او نن په کابل کې له یو روغتون څخه د بګرام روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوې ده.

مېرمن ډوپري چې نوي کاله عمر لري، دوه ورځې وړاندې لوېدلې او پښه یې ماته شوې ده.

د کابل په پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتي منبع د مرکز اجرائیوي رئيس عبدالوحید وفا امریکا غږ ته وویل، چې میرمن ډوپري له تیرو دوو ورځو په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

ښاغلي وفا وویل "نانسي ډوپري دوه ورځې وړاندې پرېوتې، پښه یې په ورون کې ماته شوې. د شکرې ناروغي یې هم په ثبات حالت کې نده، د یوې نوي کلنې چې پښه ماته شي طبیعي ده چې وضعیت به یې سم نه وي".

ښاغلي وحید وفا وویل، هغه په تېرو دوو ورځو کې په کابل کې په یوه روغتون کې بستري وه او نن بګرام ته لېږدول شوې ده.

ولسمشر محمد اشرف غنينن د پنجشنبې په ورځ د ټیلیفون له لارې د مېرمن نانسي ډوپري پوښتنه کړې ده او هغې ته یې د روغتیا هیله کړې ده.

له ارګ نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني له اړوندو روغتیايي مسؤلینو غوښتي چې د مېرمن نانسي ډوپري د درملنې په برخه کې خپلې هڅې و نه سپموي.

مېرمن نانسي ډوپري هغه امریکايي محققه، لرغونپوهه، تاریخ لیکوونکې او اکاډمیکه ده، چې د خپل عمر له نیمايي نه یې زیات یعنې دوه پنځوس کاله یې په افغانستان کې د تاریخي ځایونو، توریزم او معلوماتو په برخه کې په تحقیقاتو تېر کړي دي.

مېرمن ډوپري په ۱۹۶۴ کال کې افغانستان ته لومړی د ډيپلوماتې په توګه راغله خو بیا یې وروسته له امریکايي لرغونپوه لویې ډوپري سره واده وکړ.

نانسي ډوپري په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتي منبع د مرکز بنسټ هم ايښی، دې مرکز کې له سلو زرو نه زیات اسناد، ورځپاڼې، مجلې او نور مهم معلومات درج شوي دي.

د مېرمن ډوپري، میړه لویې ډوپري، هم یو افغانستان پیژندونکی وو او د لویې لوبې په نوم یې د افغانستان په هکله یو کتاب لیکلی چې په ټولنه نړۍ کې د افغانستان په هکله د یو ماخذ په توګه کارول کیږي.

XS
SM
MD
LG