د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د استازو د خونې مشره پلوسي د کرونا په ویرس اخته شوې


د امریکا د استازو د خونې مشره نانسي پلوسي
د امریکا د استازو د خونې مشره نانسي پلوسي

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د خونې مشره نانسي پلوسي د کرونا په ویروس اخته شوې ده.

د کرونا په ویروس د هغې د اخته کېدو اعلان د پنجشنبې په ورځ اپریل اوومه (وري۱۸) وشو.

دا اعلان یوه ورځ له هغې وروسته وشو چې میرمن پلوسي له ولسمشر جوبایډن سره په یوې غونډه کې ګډون وکړ او ماسک یې هم نه و تړلی. هغې د دغې غونډې په اړه په خپل ټویټر هم لیکل کړي وو.

راپورونه وايي چې ۸۲ کلنه نانسي پلوسي به قرنطین شي خو په بدن کې یې د دغه ویروس کوم غټ عوارض نه لیدل کېږي.

د هغې ویاند ډریو هامیل وویل: «مشره پوره واکسین شوې وه او تقویقتي واکسین یې هم کړی و او له نیکمرغه واکسین غټ محافظت کړی دی.»

ټاکل شوې وه چې میرمن پلوسي به اسیا ته سفر کوي، خو ویاند یې وویل چې دا سفر به هم وځنډول شي.

نانسي پلوسي د واک د سلسله مراتب او تسلسل په حساب د امریکا د متحدو ایالتونو له مرستیال ولسمشرې را وروسته د هېواد درېیمه مشره بلل کېږي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین دووهان په ایالت کې پیدا او ژر په نړۍ کې خپور شو.

د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دې دمه په نړۍ کې څه باندې ۶.۱ میلیون خلک مړه شوي‌ او شاوخوا ۴۹.۵ میلیون نور په دغه ویروس اخته شوي دي.

د دغه پوهنتون د معلوماتو له مخې تر دې دمه په نړۍ کې د کرونا ویروس ضد څه باندې ۱۱ میلیارد واکسینونه مدیریت شوي دي. ځینې خلک دوه ځلې واکسین شوي، ورپسې تقویقتي واکسین هم کېږي او امریکايي ډاکټران د دویم تقویتي واکسین سپارښتنه هم کوي.

د دغه راپور ځینې معلومات له اسوشیتډ پرس څخه اخیستل شوي.

XS
SM
MD
LG