د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۱۷۲ کسان کرونا نیولي، شپږ نور مړه شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس په افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کورنا ویروس ۱۷۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

یاد سازمان نن پنجشنبه مارچ لسمه (کب ۱۹) پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې په دغه موده کې شپږ تنه ناروغان د کرونا له امله مړه شوي هم دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پيښو شمېر۱۷۵۵۲۵ ته پورته شو.

یاد سازمان همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر هم ۷۶۳۶ تنو ته ورسېد.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت روانه اونۍ په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتېدو خبر ورکړ او وايي چې په هیواد کې په تیره یوه اونۍ کې ۱۳۶۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

ددې وزارت ویاند جاوید هژیر مارچ پنځمه (کب ۱۴) امریکا غږ ته وویل چې په دغه موده کې د کرونا ۶۸۵۳ مشکوک سمپلونه په لابراتوارونو کې کتل شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس د فبرورۍ میاشتې له پیل څخه بیا د یادې میاشتې تر وروستیو پوري په کابل کې د کرونا ویروس۱۰۲۷۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي او له دغه ډلې څخه شاوخوا ۲۰۰ ناروغان مړه شوي دي.

د طالبانو د روغتیا وزارت د افغانستان له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې د کرونا ویروس پراخېدو د مخنیوي لپاره باید روغتیايي لارښوونې رعایت کړي.

پداسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د زیاتېدو په حال کې دي، مخکې روغتیايي چارواکو ویلي و چې اوس هم په دې هیواد کې د کرونا ویروس د اومیکرون ویروس د تشخیص امکانات نلري.

دا په داسې حال کیده چې د امریکا د متحدو ایالتونو کې د جانس هاپکینز د کروناویروس د منابعو مرکز روانه اونۍ وویل چې د کرونا ویروس له کبله په نړۍ کې د مړه شویو انسانانو شمېر تر شپږ میلیون واوښت.

XS
SM
MD
LG