د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار د حج اوقافو د رییس په کور ځانمرګی برید وشو


جلال آباد کې د پولیسو پر روزونکو مرګانی برید شوی
جلال آباد کې د پولیسو پر روزونکو مرګانی برید شوی

د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د حج اوقافو پر رییس ځانمرګی برید شوی چې له امله یې د حاج اوقافو د رییس ورور وژل شوی او دوه ځانمرګي ژوندي نیول شوي دي.

دغه پېښه د جمعې په ورځ له غرمې وروسته وشوه.

د حج او اوقافو رییس مولوی عبد الظاهر حقاني امریکا غږ اشنا ته وویل، چې هغه او د کورنۍ غړي یې د سرخرود ولسوالۍ په هجرت کلي کې د جمعې له لمانځه څخه وروسته کور ته پر لاره و چې بریدګر یې ورور له غاړه ورکړې او ځای پر ځای وژل شوی دی.

نوموړی وايي چې دوه ځانمرګي بریدګر یې ژوندي هم نیولي دي. د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي دغه پېښه تایید کړې.

تر اوسه ددغه برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

ظاهر حقاني به ډېر کله د وسله والو طالبانو او داعش ډلې پر خلاف خبرې کولې او دوی یې خوارج ګڼل.

XS
SM
MD
LG