د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار خبریالان: حکومت دې د انجنیر زلمي خوشي کولو کې اقدامات وکړي


په ننګرهار کې مېشتو لسګونو خبریالانو په جلال اباد کې نن چهارشنبې د یوې اعتراضیه ناستې پر مهال پر حکومتي چارواکو یې غږ وکړ چې د د انعکاس خوصوصي ټلوېزیون د مشر انجنیر زلمي په پیدا کېدو او ژغورلو کې دې جدي اقدامات وکړي.

په ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي مشر شیرشاه همدرد امریکا غږ ته وویل:"موږ دلته ‌‌‌‌‌‌ډېر اندېښمن یو، د خبریالانو ژوند ته پام نه کېږي، هغه وخت یې غم خوړل کېږي چې پېښه وشي، باید له اوله سره د خبریال ژوند ته پام وشي او وڅارل شي."

دوی وايي، حکومت باید خپلې څېړنې تر څلرویشتو ساعتونو پورې له خبریالانو سره شریکې کړي.

د انعکاس ټلوېزیون د خپرونو مشر شکر الله پاڅون خبریالانو ته وویل چې انجنیر زلمی له یوې امنیتي او خوندي سیمې څخه تښتول شوی، په داسې حال کې چې انجنیر زلمي چغې کړې وې، پولیس ترې دومره لرې نه وو، خو هغه یې تښتولی دی.

چارواکي وايي، د انعکاس سیمه ییز ټلوېزیون موسس انجنیر زلمی تېر ماښام شپږ بجې د جلال اباد ښار څلورمه ناحیه کې پر داسې مهال تښتول شوی دی چې په یو سټور کې تر سودا اخیستو وروسته خپل موټر ته ختلو، وسله والو یې موټر چلوونکی په ‌‌‌‌‌‌ډزو وواژه او انجنیر زلمی یې تښتولی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل چې انجنیر زلمی په وهلو ټکولو یو بل موټر کې اچول شوی او وړل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې جدي پلتنې یې پیل کړي او تمه لري چې وموندل شي.

انجنیر زلمی مخکینو کلونو کې ننګرهار کې د ملي ټلویزیون مشر و او هلته تر استعفی وروسته یې د انعکاس را‌‌‌‌‌‌ډیو او ټلویزیون مشري کوله.

XS
SM
MD
LG