د لاس رسي وړ اتصالات

ګل آغا شیرزی: پولیس له قاچاقبرو سره مرسته کوي


ګل آغا شیرزی: پولیس له قاچاقبرو سره مرسته کوي
ګل آغا شیرزی: پولیس له قاچاقبرو سره مرسته کوي

د ننګرهار والي والي ګل اغاشېرزي د ځوانانو په يوې غونډه کې ځوانان د نشيي موادو پر ضد مبارزې ته وهڅول او يو شمېر پوليس پردې تورن کړل چې له قاچاقبرو سره د کوکنارو په کرکيلي او قاچاق کې مرسته کوي.

شېرزي وويل يو شمېر هغه سيمې چې د قاچاقبرو په خوله او هڅونه يې کوکنار کرلي په نښه کړي او په دې نږدو کې به يې پر وړاندې عمليات پيل کړي.

شېرزي وويل :دوی دغه کسان او سيمې پېژندلي خپل پوليس يې پسې اچولي چې دغه کسان ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

شېرزي وويل د دغه ولايت د ٦ ولسواليو پر ٧ سوه هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي، خو دوى به د نشه يي توکيو پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

ده د ډيورينډ د کرښې دواړو غاړو ته پراته قاچاقبران تورن کړل چې د پيسو په ورکولو بزګران د کوکنارو کرلو ته هڅوي.

شېرزي زياته کړه، چې په پوليسو کې ځينې قوماندانان او منصبداران شته، چې د نشه يي موادو پر ضد فعاليت نه کوي، له قاچاقبرو پيسې اخلي او د قومي دودونو له امله د سيمې غاصبان او قاچاقبر نه شي بندي کولاى.

شېرزي وويل: تېره ورځ يې رسماًْ له کابله راغلي امنيتي هيته غوښتنه وکړه، چې پوليس دې هم د ملي اردو په څېر له يوه ولايت څخه بل ولايت ته تغيير او تبديل کړي.

د ننګرهار والي زياته کړه، ځينې ولسوالان، چې په سيمه کې يې کوکنار کرل شوي، ده ته غلط راپور ورکوي، وايي چې دلته کوکنار نه دي کرل شوي.

د هغه په وينا، چې که پوليس او منصبداران يې له يوه ولايت څخه بل ته ولېږل شي، نو بيا قانون ښه عملي کېږي.

خو د ننګرهار امنيه قوماندان عليشا پکتياوال بيا وايي چې دوی د پوليسو په ليکو کې اصلاحات پيل کړي او په دې برخه کې به د بډې اخستوونکيو مخه ونيسي.

د سرحدي پوليسوقوماندان جنرال امرخيل بياوايي چې د پوليسو رېفورم وخت غواړي خو په لوړپوړيو چارواکيو يې نيوکه وکړه چې تر دا مهاله يې دسرحدي پولې له هغو جګړو ځان خبر کړى او نه يې کتنه کړې چې په دې وروستیو وختونو کې په سرحدي کرښه پيل شوې وې.

بل لورته سرحدي پوليس وايي چې دوی د کونړپه ولايت کې يو لړ سپکې او درنې وسلې او نشه يې مواد نيولي دي.

د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال امرخيل وايي: دغه وسلې او مواد يې ددغه ولايت د سرکاڼو په سرحدي ولسوالۍ کې د يو لړعملياتو پر مهال نيولي دي.

خو تر دا مهاله يې ددغو موادو په تور څوک نيولي نه دي.

په سيمه کې دغه وسلې او نشه يې مواد په داسې مهال نيول کېږي چې اوس هم په دغه ولايت کې افغان او بهرنۍ قواووې پرتصفيوي عملياتو بوختې دي.

تېره ورځ ددغه ولايت چارواکيو دعوه وکړه چې په دغوعملياتو کې يې په لسګونو مخالفين وژلي دي.

بل لورته دهمدغه ولايت يوشمېرديني عالمانوله افغانانوغوښتنه وکړه چې په مظاهرو کې دې خپل کور نه ورانوي او نه دې مظاهرې په تشدد اړوي.

دوی همدارنګه له نړۍ والې ټولنې غوښتنه وکړه چې د فلورېډاپه ايالت کې دهغې کليسا مشرمحاکمه کړي چې د مسلمانانو عظيم کتاب قران کريم د سوزلو حکم يې کړى دى.

دغو ديني عالمانو له مظاهره کوونکيو افغانانو نه دغه غوښتنه وروسته له هغې وکړه چې دافغانستان په يو شمېر ولايتونو کې د مظاهرې پر مهال درانه مالي او ځاني زيانونه رامنځته شول.

XS
SM
MD
LG