د لاس رسي وړ اتصالات

د شیرزاد په ولسوالۍ کې د یو طالب قوماندان کور بمبارد شوی


ارشیف
ارشیف

افغان چارواکي وایي د ننگرهار ولایت په شیرزاد ولسوالۍ کې د یو طالب قوماندان پر کور باندې په هوایي حمله کې ملکي وگړو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

د ننگرهار ولایت ویاند عطاولله خوگیاڼی او د طالبانو یو ویاند دواړه وایي چې په شیرزاد ولسوالۍ کې د طالبانو د قوماندان مولوي محمدعلم پر کور باندې په هوایي برید کې ملکي وگړي تلف شوي دي.

ښاغلي خوگیاڼی د ملکي وگړو مرگ ژوبله تائیدوي خو وایي چې د دقیقې شمیرې په اړه معلومات نه لري.

د پولیسو یو مامور د رویترز اژانس ته ویلي چې دغه برید بې پیلوټه الوتکو کړی او د بمبارد شوي کور دننه یې څلور تنه وژلي دي. خو د ننگرهار د عامه روغتیا رئیس نجیب الله کامه وال بیا وایي چې څه دپاسه لس تنه ملکي وگړي چې اوه ماشومان او څلور ښځې په کې وې محلي روغتون ته انتقال شوي دي.

په کابل کې د ناتو د قاطع ماموریت یو ویاند ویلي چې د دوی هوایي ځواکونو د دوستو قواو په ملاتړ په شیرزاد ولسوالۍ کې هوایي حمله کړې ده. هغه د نورو جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې ده چې د ملکي تلفاتو د ادعا په اړه په پلټنې وشي.

برید جنرال چارلس کلیولند په یوه ایمیل شوی اعلامیه کې ویلي چې "د ملکي مرگ ژوبلو ادعاوی جدي گڼي او د افغان شریکانو سره به په گډه ټول اړوند مسایل و څیړل شي".

طالبانو هم په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې امریکایي او افغان قواو د محمدعلم پر کور باندې ځمکنۍ حمله کړې او بیا یې پرې هوایي برید کړی دی چې د هغه په وینا دوه ملکي وگړي په کې وژل شوي او څه دپاسه ٣٠ تنه ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا هم ویلي چې په دې پیښه کې طالبانو شپږ امریکایي سرتیري وژلي دي، خو امریکایي ځواکونو په یوه اعلامیه کې د طالبانو دغه ادعا رد کړې ده او ویلي یې دي چې دوی ته هیڅ ډول تلفات نه دي رسیدلي.

د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان په ختیځ کې په دې وروستیو کې د القاعده او داعش ډلو پر مرچلو باندې بریدونه کړي دي چې د تیرې یکشنبې په ورځ د کوڼر په برید کې د القاعده شبکې دوه لوړپوړي مشران وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG