د لاس رسي وړ اتصالات

له داعش سره مبارزه؛ د اچین په آزادو شویو سیمو کې ژوند


خلک له حکومت څخه غواړي چې د ویجاړو شویو کورونو په ودانولو کې له ولسونو سره مرسته وکړي.
خلک له حکومت څخه غواړي چې د ویجاړو شویو کورونو په ودانولو کې له ولسونو سره مرسته وکړي.

د داعش ځپل، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د ترهګرۍ ضد ماموریت یوه لویه موخه ده.

د ننګرهار د اچین په ولسوالۍ کې یو وخت داعش جنګیاليو پراخ حضور درلود خو اوس دغې ډلې ډیرې سیمې بایللې دي او افغان پوځیان او سیمه ایز پولیس د کلیو او بانډو امنیت ساتي.

د امریکا غږ خبریالان د داعش له کنټرول څخه آزادو شویو سیمو ته ورغلي څو وویني چې د داعش له حاکمیت څخه وروسته ولسونه څنګه ژوند کوي؟

زموږ خبریالان د "پېښې" په کلي کې ماشومان لیدلي چې کتابونه یې په لاسونو کې وو او تعلمي مرکزونو ته تلل. دغې سیمې کې پخوا ماشومان ښوونځيو ته تللی نشوای او ښځو په اسانۍ نشوای کولې چې له خپلو کورونو څخه بهر ووځي.

ددي سیمې بازار کوچنی دی او یوازې دوه درې دوکانونه پکي خلاص دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي چې خپل نوم یې نه دی ښودلی ویلي دي چې دوي "پنځه میاشتې مخکې خپلو کورونو ته ستانه شول."

د اچین په ځېنو سیمو کې یو شمېر کورونه د ناټو په بمباریو ویجاړ شوي دي. که څه هم دلته حکومت پرمختگ کړی دی خو ددې څرګندې نښې هم شته چې جګړه لا پاې ته نه ده رسېدلې.

په ځېنو سیمو کې د خلکو ژوند ورو ورو عادي حالت ته ګرځي. اوس خلک یواځې ژوندي پاتې کېدو ته نه بلکه د ژوند نورو اړخونو ته هم پام کوي.

لدې ټولو سره سره، ستونزې هم شته. کلیوال لازمو روغتیايي او تعلیمي آسانتیاوو ته لاسرسی نه لري او خلک له حکومت څخه غواړي چې په جګړو کې د ویجاړو شویو کورونو په ودانولو کې له ولسونو سره مرسته او همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG