د لاس رسي وړ اتصالات

امیر شهید او سراج العماره باغونو کې د نشه یانو شتون


د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار په امیر شهید او سراج العماره باغونو کې تر ونو لاندې پر بیلابیلو نشه یي توکو روږدي کسان نشه کوي.

که څه هم چې پدغو دواړو باغونو کې امنیتي پوستې موجودې دي خو بیا هم نشه یان په آزاده توګه راغونډیږي او په وړو ډلو کې نشه کوي.

د امیر شهید په بڼ کې چې د افغانستان د خپلواکۍ د ګټونکي، غازي امان الله خان مقبره هم موقیعت لري، ډېر کله محصلین د مطالعې په خاطر راځي.

دې باغ کې شته نشه یان ډیرې خبرې نه کوي. په پوډرو روږدي د جلال آباد یو اوسیدونکي د امریکا غږ خبریال ته ویلي چې په کورنۍ کې یې د ستونزو له کبله نشو ته مخه کړې ده.

امیر شهید بڼ ته مخامخ سراج العماره بڼ کې هم ګڼ نشه یان راټول وي.

ددوي شتون د هغو ځوانانو د شکایت لامل شوی چې د بڼ په ورزشي میدانونو کې لوبې کوي.

ننګرهار کې پر نشه یی توکو روږدي کسان او ځایي خلک حکومت د نشه یی توکو د خرڅلا ځایونو په بندولو کې ناکام ګڼي او وایې چې ورځ تر بلې پر هیروئینو، چرسو او نورو نشو د اخته کسانو شمېر په زیاتیدو دی.

د ننګرهار پولیس بیا تر ډیره نشه یان تورنوي چې ګواکې پخپله د نشه یې توکو د کاروبار کوي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند، حضرت حسین وايې چې قضايي ادارې د معتادینو دوسیې نه مني.

حضرت حسین وویل: "دوسیه یې عدلي او قضايي ادارې نه اخلي. موږ لپاره دغه کس مجرم وي ځکه چې نشه یي توکي خرڅوي خو هغوي [قضايي ادارې] وایې چې دا روږدی دی او پس له درملنې یې راړوئ."

اوس مهال په ننګرهار کې پر نشه یی توکو د روږو درملنې لپاره یو شل بستریز روغتون شته.

په دغه ولایت کې پر نشو د روږدو کسانو لپاره د ۲۰۰ بستریز کمپلکس د جوړېدو چارې هم نږدې په بشپړېدو دي، چې ودانیدل یې د نشه يانو په درملنه کې ډیرې اسانتیاوې رامنځته کولی شي.

XS
SM
MD
LG