د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسوي فوټبالر د روژې نیولو په خاطر له لوبې ایستل شوی


جاوین هاجم، فرانسوي فوټبالر
جاوین هاجم، فرانسوي فوټبالر

د فرانسې د غوره لیګ فوټبال په سیالیو کې د نانت لوبډلې د یکشنبې په ورځ اپریل ۲ (وري ۱۳) وروسته له هغه ۳-۰ ماتې وخوړه چې خپل مسلمان لوبغاړی جاوین هاجم یې د روژې د نیولو په خاطر له لوبې وایست.

۲۰کلن هاجم د لوبې دپاره د روژې له خوړلو ډډه کړې ده.

د نانت لوبډلې روزونکی انتون کومبوارې وايي له رینس لوبډلې سره په سیالۍ کې یې هاجم ځکه ندی لوبولی چې هغه نه غوښتل د لوبې دپاره روژه ماته کړي.

کومبواري وايي د هغو لوبغاړو درناوی کوي چې روژه نیسي. هغه زیاته کړه: "خو د لوبې په ورځ باید روژه و نه نیسي. ځکه چې ډېره سخته وي او موږ باید تیار اوسو. هغوی چې روژي نیسي، په ټیم کې نه اخیستل کیږي. زه نه غواړم چې هغوی ځان ژوبل کړي."

کمبوارې، چې له دې وړاندې د پاریس سن جرمن د لوبډلې روزونکی و، پدې مشهور دی چې روژه نیونکي لوبغاړي د لوبې په ورځ په ټیم کې نه پرېږدي.

د نانت په لوبډله کې شپږ مسلمان لوبغاړي برخه لري خو جاوین هاجم، چې پدې ټیم کې د مدافع رول لري، یوازینی مسلمان لوبغاړی دی چې د لوبې په ورځ هم روژه نیسي.

که څه هم د انګلنډ د غوره لیګ په سیالیو کې د روژه ماتې پر وخت لوبه ددې دپاره دریږي چې مسلمان لوبغاړي خپله روژه ماته کړي، خو د فرانسې فوټبال فدراسیون ریفریانو ته امر کړی چې د روژه ماتي دپاره په لوبو کې وقفه ونکړي.

د فرانسې اژانس د راپور په اساس، ریفریانو ته په لېږل شوي ایمیل کې ویل شوي چې د روژه ماتې دپاره په لوبه کې وقفه د فرانسې د فوټبال فدراسیون له قوانینو سرغړونه ده.

XS
SM
MD
LG