د لاس رسي وړ اتصالات

په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاج چا او څنگه پیل کړ؟


په اسلام اباد کې د تیرو اتو ورځو نه د پښتنو احتجاج روان دی. د پښتنو دغه احتجاج چې د جنورۍ په ٢۴ نیټه د یو لاریون په شکل د خیبر پښتونخوا د ډیره اسماعیل خان د ښار نه پیل شو او د بنو، پیښور او د نورو ښارنو نه د تیریدو نه وروسته د فرورۍ په لومړۍ نیټه اسلام اباد ته ورسید, هلته اوس د یوې اونۍ نه راپدیخوا د دغو پښتنو د ناستې احتجاج دوام لري.

د پښتنو دغه احتجاج په کراچۍ کې د پولیسو د مشر راو انور په "یوې جعلي" پولیسي پېښې کې نقیب الله محسود د وژلو په ضد شروع شو خو اوس دغه احتجاج کونکي د حکومت نه ځینې نورې غوښتنې هم لري.

نقیب الله محسود
نقیب الله محسود

د احتجاج تنظیمونکي څوک دي؟

د نقیب الله محسود د قتل په ضد احتجاج د هغه یو ملگرې پیل کړ. د نقیب الله ملگري په خپل فیس بک د ملگرو نه وغوښتل چې د هغه د وژلو په ضد د احتجاج لپاره راغونډ شي او په څو ساعتونو کې د هغه ملگري د نقیب الله د وژلو په ضد د احتجاج لپاره یو ځاې شول.

نقیب الله محسود چې د خپل فیس بک په پاڼه یې ٢٠ زرو نه زیات تعقېبونکي لرل، غوښتل یې چې د فېشن ماډلنگ وکړي. د نقیب الله په فیس بک د شهرت له وجې هم زیاتو خلکو د هغه د وژلو په ضد په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین پیل کړ.

د نیویارک ټایمز ورځپانې لیکلي چې په احتجاج کې شاوخوا ٦ ززو کسانو گډون کړیدی. خو اوس هم د مدني حقونو فعالین د مختلفو ښارونو نه نور خلک هم هڅوي چې په دغه غونډه کې گډون وکړي.

د محسودو د قبیلې ٢۴ کلن ځوان منظور احمد پښتون چې د پښتنو سره د ظلم په ضد یې د پښتنو تحفظ په نامه غورځنگ یې شروع کړ، وویل چې مجبوره شو چې دغه غورځنگ پیل کړي ځکه چې د پښتنو چې کوم سیاسي مشران دي هغوي د پوځ د ظلم غندنه نه شي کولی.

منظور پښتون اوس په اسلام اباد کې د پښتنو د دغې احتجاج د یو مهم تنظیمونکي په توگه پیژندل کیږي.

هغه د امریکاغږ ډیوه راډیو ته وویل " زمونږ د ځوانانو، سپینږیرو.، مشرانو وینې تویدلې د هغې چا خبر نه اخیسته. ژوند یو داسې ځای ته راغلو چې نور ژوندون خوند نه راکاوه، پښتنو خپل ټول ژوند په ظلم او په کړاونو کې تېړ کړیدی. د پاکستان د پوځ د ظلمونو تپوس هیڅ څوک هم نه کوي نو ځکه مونږ دیته مجبوره شو چې د خپلو ځوانانو د ژوند د حفلظت کوښښ وکړو."

منظور پښتون زیاته کړه چې د پښتنو هغو مشرانو ته پېغام دا دې چې دلته خپل سیاسي مقاصد یو خوا ته پریږدي او یواځې د پښتون په نوم زمونږ سره یو ځاې د پښتنو سره د ظلم په ضد اواز پورته کړي.

د احتجاج کونکو مهمې غوښتنې

دغه احتجاج کونکي د حکومت نه لاندنۍ غوښتنې لري

  1. د نقیب الله قاتل د پولیسو پخوانی چارواکي راو انور دې ونیول شي او د عدالت منگولو ته دې وسپارل شي
  2. ټولې قبایلی سیمې دې په کامل ډول د ماینونو نه پاکې شي
  3. هغه پښتانه وروڼه چې د پاکستان پوځ او یا استخباراتي ادارو د کورونه نه بوولي دي او لادرکه دي، د هغوي په هکله دې معلومات راکړې شي
  4. که چیرته لادرکه پښتنو وروڼو کوم جرم کړی وي نو په محکمه کې دې د عدالت لپاره حاضر کړې شي
  5. په قبایلي سیمو کې دې د خلکو په گرځېدو راگرځېدو بندیز لیرې کړې شي

د دغې احتجاج یو بل تنظیمونکي محسن داوړ امریکا غږ ته وویل چې اوس د نقیب الله نوم د یو تحریک نوم دی او احتجاج کونکي به تر هغه پورې بېرته نه ځي تر څو د هغوي دغه ټولې غوښتنې منل شوي نه وي.

د پاکستان د مختلفو سیاسي گوندونو مشرانو د دغې غونډې سره خپل ملاتړ څرگند کړیدی. د پاکستان صدراعظم هم د احتجاج کونکو سره ملاقات کړیدی خو احتجاج کونکي وایي چې تر هغې پورې به په اسلام اباد کې احتجاج ته دوام ورکړي تر څو یې غوښتنې منل شوي نه وي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG