د لاس رسي وړ اتصالات

په تېرو لسو کلونو کې د مخدراتو نږدې ۳۱ زره قاچاقبران نیول شوي دي


په تېرو لسو کلونو کې د مخدراتو نږدې ۳۱ زره قاچاقبران نیول شوي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په تېرو لسو کلونو کې له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو د قاچاقبرانو د نیولو لپاره ۲۷۶۸۶ عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې څه باندې ۳۰۹۰۰ تنه لوی او واړه قاچاقبران نیول شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په تېرو لسو کلونو کې له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو د قاچاقبرانو د نیولو لپاره ۲۷۶۸۶ عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې څه باندې ۳۰۹۰۰ تنه لوی او واړه قاچاقبران نیول شوي دي.

د دغه وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معینیت د سروې او تحلیل د څانګې رئیس سید نجیب‌الله احمدي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې له دې شمېرې ۴۲۳۵ تنه قاچاقبران یوازې په ۲۰۱۹ کې نیول شوي چې په کې ۲۳ تنه لوی قاچاقبران، ۶۸ تنه دولتي کارکوونکي، ۹۶ ښځې، ۹ ماشومان او ۸ تنه بهرنیان شامل دي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه: " په مجموعي ډول له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۹ پورې موږ د مخدره موادو پر ضد ۲۷۶۸۶ عملیات کړي دي، چې په کې ۳۰۹۰۲ تنه نیول شوي او ۲۷۱۴ متریک ټُنه مخدره مواد چې په کې یوازې هیروئین، مورفین، اپین او چرس شامل دي ضبط شوي دي".

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله هم په بې‌ساري ډول کمه شوې ده.

ښاغلي احمدي وویل چې په ۲۰۱۷ کې په ۳۲۸زره او په ۲۰۱۸ کې په ۲۶۳زره هکتاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو خو په ۲۰۱۹ کې دا کچه ۱۶۳زره هکتاره ځمکې ته راټېټه شوې ده.

هغه وویل: "په هلمند کې ووینئ چې موږ ۳۴ فیصده کموالی لرو، دا په هلمند کې تر ټولو لویه لاسته راوړنه ده چې له مختلفو میتودونو څخه په استفادې موږ په دې ولایت کې د کوکنارو کښت کم کړی دی، کندهار کې ۴۰ فیصده او ارزګان کې ۳۸ فیصده د کوکنارو کښت کم شوی دی، خو په خواشینۍ په فاریاب کې ۹ فیصده زیات شوی دی، فراه بیا ۳۵ فیصده کم شوی، له نیکه مرغه په ۲۰۱۹ کې په تخار، سمنګان او کاپیسا کې هیڅ کوکنار نه دي کرل شوي او په ۲۰۲۰ کې هم هڅې روانې دي چې یو شمیر نور ولایتونه هم له کوکنارو څخه پاک کړو".

د ښاغلي احمدي پر وینا په ۲۰۱۹ کال کې د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې د مخدره موادو کاروباریانو ته څه باندې ۱۵۰ میلیون ډالره زیان اړول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق امریکا غږ ته وویل، چې د مخدره موادو مسله یوه نړیواله ستونزه ده او په افغانستان کې په بشپړ ډول د دغې پدېدې له منځه وړل د سیمې او نړۍ هېوادونو په کچه ګډو همکاریو ته اړتیا لري.

هغه وویل: "که ټوله نړۍ د دې ستونزې په وړاندې ونه‌درېږي په بشپړ ډول نه حل کېږي، د همدې لپاره زه دلته په سیمه‌ییزې او نړیوالې همکارۍ ټینګار کوم".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د مخدره موادو پر ضد مبارزه کې د لویو لاسته راوړنو خبره کوي چې لا هم د نړۍ په کچه افغانستان د مخدره موادو لوی تولیدونکی هېواد بلل کېږي.



XS
SM
MD
LG