د لاس رسي وړ اتصالات

سلطاني: په تېرو پنځو کلنو کې مو د ۴۰زره معتادینو درملنه کړې


سلطاني: په تېرو پنځو کلنو کې مو د ۴۰زره معتادینو درملنه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00

په کابل کې د ابن سینا د معتادینو د درملنې مرکز مسئولین وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې یې د شاوخوا ۴۰زرو معتادینو درملنه کړې ده.

په کابل کې د ابن سینا د معتادینو د درملنې مرکز مسئولین وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې یې د شاوخوا ۴۰زرو معتادینو درملنه کړې ده.

د دغه مرکز مشر ډاکټر احمد ظاهر سلطاني وايي چې دغه شمېر معتادین د کابل ښار له مختلفو سیمو څخه راټول شوي وو او په دې مرکز کې له درملنې وروسته بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

ښاغلي سلطاني زیاتوي چې د ابن سینا مرکز په کال کې د اتو زرو معتادینو د درملنې ظرفیت لري.

هغه وايي "له ۹۴ کال راهیسې شاوخوا ۴۰زره نفره راغلل او زموږ له خدماتو برخمن شول او بېرته له خپلو کورنیو او ټولنې سره یو ځای شول".

د ابن سینا د معتادینو د درملنې مرکز چې د افغانستان په کچه یو له لویو مرکزونو څخه ګڼل کېږي په ۱۳۹۴ کال کې په کابل کې جوړ شوی دی.

په دې مرکز کې پخوا په یو وخت کې د زرو معتادینو د درملنې ظرفیت موجود وو خو په افغانستان کې د کرونا وایروس له خورېدو وروسته اوس یې ظرفیت ۱۵۰۰ بسترو ته لوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG