د لاس رسي وړ اتصالات

د نشه يي توکو پلورونکی چې معتاد شوی.


د نشه يي توکو پلورونکی چې معتاد شوی.
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:30 0:00

د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې د مخدراتو يو تن پلورونکی پخپله په نشه يي توکو روږدی شوی.


د پکتيکا په ارګون ولسوالۍ کې د مخدراتو يو تن پلورونکی پخپله په نشه يي توکو روږدی شوی.

قسمت خان چې خپله د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، موده وړاندې يې په ارګون بازار کې نشه يي توکې پلورل.

نوموړی وايي، ددې کاروبار له کولو يو څه وخت وروسته يې خپله هم نشې کولو ته مخه کړه او هغه پيسې چې د مخدراتو له پېر څخه به يې تر لاسه کولې پخپله نشه ورکولی.

قسمت خان زياتوي "نشه يي توکې د بل چا وو ما يوازي په بازار کې خرڅول او ما ته يې يو څو پيسې را کولې چې بيا زه خپله هم پرې ولګېدم".

دا په داسې حال کې دی چې د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکو له دولت څخه په څو څو واره غوښتې چې د نشه يي توکو د پېر او پلور مخه ونيسي خو دولت په دې برخه هېڅ اقدام نه دی کړی.
XS
SM
MD
LG