د لاس رسي وړ اتصالات

عبد الرحیم: نشه يي توکو رانه سندرې پرېښودې


عبد الرحیم: نشه يي توکو رانه سندرې پرېښودې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

د پکتيا يو اوسېدونکی وايي، هيله يې دا وه چې يو ښه سندرغاړی شي، خو د نشه يي موادو له کبله نه يواځې سندر غاړی نه شو، بلکې له نور کاوربار هم لويدلی دی.


د پکتيا اوسېدونکی عبدالرحیم وايي، هيله يې دا وه چې يو ښه سندرغاړی شي، خو د نشه يي موادو له کبله نه يواځې سندر غاړی نه شو، بلکې له نور کاوربار هم لويدلی دی. دی اوس له سندرو سره خپله مينه کله ناکله په ترنم ويلو ماتوي.

د پکتيا د مرکز ګردېز اوسېدونکی عبدالرحيم له څه باندې شلو کلونو راهيسې د نشه يي موادو په ځانګړې توګه د پوډرو په نشه روږدی دی. هغه وايي د بې روزګارۍ له امله يې خپلو ملګرو نشې ته هڅولی و.

عبدالرحيم وايي، هيله يې دا وه چې يو ښه سندرغاړی شي، ځکه له سندرو بللو سره يې ډېر شوق و، خو د نشه يي توکو د څکولو له کبله نه يواځې سندرغاړ نه شو، بلکې له نور کاروبار هم لويدلی دی.

هغه وويل:”کار نشې کولای، چې خُمار شې له دنيا نه دې بد راځي. چې نشه شې، درې څلور ساعته نشه يې، بيا چې خلاصيږي بيا نشه کوې. دا کش که، دود که، پوه که بس. يو دود کش که بل دود کش که‟.

عبدالرحيم په کابل کې د معتادينو په روغتون کې تداوي شوی هم و، خو د بې رزوګارۍ له کبله يې بېرته ته د اعتياد لاره خپله کړې. دی له سندرو بللو سره خپله مينه کله ناکله په ترنم ويلو ماتوي.
دی زياتره وخت د نشې لپاره له پيچکارۍ نه استفاده کوي او له همدې کبله وخت ناوخت د اېچ ای وي د کنترول دې مرکز ته د معايناتو لپاره راځي. هغه وايي نه غواړي د کورنۍ غړي يې په ويروسي ناروغيو ککړ شي.
عبدالرحيم
معتاد
ده زياته کړه:”اېچ ای وي ورته وايي که څه ورته وايي، تور زېړی ورته وايي دلته يې يې چېک کوي، که موږ کې کوم مرض وي، دوی کومک کوي چې نورو خلکو ته مرض انتقال نه شي‟.

عبدالرحيم پنځه اولادونه لري او ښوونځي ته يې لېږي. دی له خلکو، په ځانګړې توګه له ځوانانو غوښتنه لري، چې د نشه يي توکو له استعماله ځان وساتي، ځکه د ده په وينا دا د بدمرغيو اساس جوړوي.
XS
SM
MD
LG