د لاس رسي وړ اتصالات

یوه ډاکټر د پنځلس زره معتادینو درملنه کړې ده


یوه ډاکټر د پنځلس زره معتادینو درملنه کړې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:25 0:00

په کابل کې د جنګلک د معتادینو د درملنې په مرکز یو ډاکټر چې له تیرو لسو کلونو راهیسې پکې کار کوي. وايي، د شاوخوا پنځلس زره معتادینو درملنه یې کړې ده.


په کابل کې د جنګلک د معتادینو د درملنې په مرکز یو ډاکټر چې له تیرو لسو کلونو راهیسې پکې کار کوي. وايي، د شاوخوا پنځلس زره معتادینو درملنه یې کړې ده.

ډاکټر محمد داوود جیحون د جنګلک د معتادینو د درملنې په دې مرکز کې د سم زدايي د څانګې مسؤل دی. پدې څانګه کې د معتادینو په وجود کې د اعتیاد نښانې له منځه وړل کیږي.

د ډاکټر جیحون پر وینا، معتادین هم ناروغان دي او د دا ډول ناروغانو درملنه خورا سخت کار دی.

ډاکټر جیحون وايي"درملنه په مجموع کې آسانه کار نه دی، ځکه چې یو ډاکټر نیم عمر زیار باسي، ترڅو د ناروغانو د درملنې جوګه شي".

ډاکټر جیحون له خلکو او کورنیو څخه غواړي، چې له معتادینو سره انساني چلند وکړي، ځکه چې معتادین هم د نورو ناروغانو په څیر دي او مینې او پاملرنې ته اړتیا لري.

د جنګلک د معتادینو د درملنې مرکز په افغانستان کې د روږدو د درملنې یو لوی مرکز دی، چې په یوه وخت کې د دوه نیم سوه معتادینو د درملنې ظرفیت لري.
XS
SM
MD
LG