د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل اوسېدونکي: معتادین د وسلو په زور خلک لوټي


د کابل اوسېدونکي: معتادین د وسلو په زور خلک لوټي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:33 0:00

د کابل په کارته نو کې د یوې غونډۍ پر سر د خلکو کورونو ته نږدې لسګونه معتادین دېره دي چې د سیمې اوسیدونکو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.

د کابل په کارته نو کې د یوې غونډۍ پر سر د خلکو کورونو ته نږدې لسګونه معتادین دېره دي چې د سیمې اوسیدونکو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکي دلته د معتادینو له حضور څخه شکایت کوي او وايي چې د استوګنې په سیمو کې د معتادینو موجودیت د دوی ژوند تریخ کړی دی.

د کارته نو اوسیدونکی روح‌الله صدیقي وايي "دوی قبرونه هم خرابوي او د خلکو کورونه هم ورانوي نور مشکلات هم شته له دغو خلکو څخه، ډېرې ستونزې یې جوړې کړې دي، که پیسې ورسره نه وي نو د خلکو کورونه لوټي او له خلکو غلا هم کوي".

هغه وايي په دغو معتادینو کې ځینې یې وسلې هم لري او د خلکو د لوټلو لپاره ترې کار اخلي.

د سیمې اوسېدونکي له حکومت څخه غواړي چې له نشه يي‌توکو سره د مبارزې پر اړوندو ادارو فشار راوړي چې د نشه يي توکو د پلورلو او په دغه سیمه کې د معتادینو د راټولېدو مخنیوی وکړی.

دا په کابل کې یوازېنۍ سیمه نه ده چې په کې معتادین دېره دي او خلکو ته یې ستونزې جوړې کړې دي، بلکې په دغه ښار کې نور داسې ګڼ ځایونه شته چې په کې معتادین تر پلونو لاندې، پارکونو او د سرکونو په غاړو کې دیره دي او خلکو ته یې سرخوږی جوړ کړی دی.
XS
SM
MD
LG