د لاس رسي وړ اتصالات

ولې په خوست کې د غنمو کروندې ښه حاصل نه ورکوي؟


ولې په خوست کې د غنمو کروندې ښه حاصل نه ورکوي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:49 0:00

د خوست يو شمېر کروندګر وايي چې د غنمو د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرې د کمښت له امله يې هر کال د غنمو حاصلات کمزوري وي.

د خوست يو شمېر کروندګر وايي چې د غنمو د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرې د کمښت له امله يې هر کال د غنمو حاصلات کمزوري وي.

د دوی په وینا که کروندګرو ته د غنمو د کرکيلې لپاره لازمې اسانتياوې برابرې شي، دا به د نشه يي توکو د کښت په مخنيوي کې مرسته وکړي.

په دغه ولایت کې چې اوس د غنمو د لو وخت دی، د ځينو سيمو کروندګر د خپلو غنمو له حاصلاتو څخه خوښ نه ښکاري خو په ځينو کې بيا د نسبي کمزورو حاصلاتو خبره کيږي.

کروندګر یحی خان وايي د اصلاح شويو تخمونو کمښت، د کيمياوي سرې لوړ قيمت، د اوبو مناسب نه تنظيم او په فني توګه د غنمو نه کرل، هغه لاملونه بلل شوي چې له کبله يې د غنمو له حاصلاتو شکايت کيږي.

هغه وايي "غنم خو ځکه ګټور دي، چې رزق دی. اپين خو ځوانان په نشه روږدي کوي، افغانستان در په در کوي. غنم خو خود ښه دي. د غنمو د ښه والي لپاره بايد ښه تخم او سره ورکړي".

د ځينو کروندګرو په خبره که د نورو کرنيزو توکو ترڅنګ د غنمو د کرکيلې لپاره اسانتياوې ولري، دا هم د مخدراتو د کښت په مخنيوي کې مرسته کوي.

که څه هم هر کال د کرنې او مالدارۍ وزارت پر يو شمېر کروندګرو يوه اندازه اصلاح شوي غنم وېشي، خو زياتره بزګران د خپلو غنمو له حاصلاتو نه، چې اصلاح شوي نه دي، يوه اندازه د کرلو لپاره ساتي.

د دې ولایت یو کروندګر ضیاء الله له دولت څخه غواړي چې حکومت ورسره د ښو تخمونو او سرې په برخه کې مرسته وکړي.

هغه وايي "د غنمو د حاصلاتو لپاره بايد ښه خدمت وشي. ښه سره ورته راوړي. ښه تخمونه ورکړل شي. بيا يې حاصلات ښه راځي، ښه غنم کوي".

د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست مسؤلين وايي چې د غنمو د ښو حاصلاتو د ترلاسه کولو په خاطر يې پورې هڅې کړي او بيا هم له بزګرانو سره پر همدې له نږدې کار کوي.
XS
SM
MD
LG