د لاس رسي وړ اتصالات

مراکش د غنمو داسې تخمونه جوړ کړي چې په وچکالۍ کې ښه فصل کوي


په مراکش کې د ساینسپوهانو یوې ډلې د غنمو داسې تخمونه جوړ کړي چې وايي له وچکالۍ سره د عادي تخمونو په پرتله زیات مقاومت کوي.

د مراکش د کرنیز اقتصاد د ملي انسټیټیوټ رییس فاوزي بیکاوي وايي، دا تخمونه نه یوازې د عامو غنمو په پرتله په وچکالۍ کې پایېدونکي دي بلکې حاصلات یې هم ۳۰ سلنه زیات دي.

هغه وايي: "د دې پرمختګ سره به موږ وتوانیږو چې په مراکش کې د غنمو د کمښت پر ستونزې برلاسي شو، او د خوراکي توکو په برخه کې به مراکش پخپلو پښو ودریږي."

د مراکش د زراعت مسئولین وايي، په دغه هېواد کې وچکالي ددې سبب شوې چې مراکش د غلو دانو لپاره پر وارداتو تکیه وکړي.

په ۲۰۲۱ کال کې مراکش شاوخوا ۱۰.۲ میلیون میټریک ټنه غنم تولید کړي وو، خو تېر کال دغه اندازه یوازې څه باندې درې میلیون میټریک ټنه وه.

چارواکي تمه کوي چې نوي تخمونه به ددې وضعیت په ښه کولو کې مرسته وکړي. د مراکش د جینیټیکي څېړنو او خوندیتوب د ریاست مشر موها فیراهي وايي، موخه یې داده چې بزګرو ته هرڅه ژر نوي تخمونه ورسوي او زیات فصلونه وکرل شي.

نوموړی وايي:"اوس موږ نوي فصلونه تولیدوو او موږ هغه شرکتونو ته چې جواز لري د نويو تخمونو زیاته اندازه ورکوو، چې نور تولید وکړي. پدې ډول به دوی په دوو یا دریو کلونو کې بزګرو ته ورسیږي."

خو کروندګر د لوړ لګښت څخه سر ټکوي. مراکشی کروندګر سلیمان عبدالله وايي، د هر هکټار ځمکې څخه د فصل اخیستلو لګښت دوه برابره شویدی. وايي، پخوا چې یې په هر هکتار ځمکه ۵۰۰۰ مراکشي درهم لګښت کاوه، اوس دا لګښت ۱۰ زره درهمو ته لوړ شوی دی.

نوموړی وايي: "سره، حشره وژونکي دوايي او تیل، د هر څه نرخونه لوړ شوي. بزګر له سختو ستونزو سره مخ دي. خو موږ بیا د څېړنیزو ادارو چې نوي او ښه تخمونه جوړوي منندوي یو... پخواني تخمونه اوس کار نه ورکوي."

اټکل دا دی چې مراکش به وکړای شي، چې د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو نویو جوړو شویو تخمونو پر مټ تر ډېره بریده د غلو دانو د کمښت ستونزه حل کړي او دغه هېواد د خوراکي موادو په برخه کې تر یوه بریده پر خپلو پښو ودریږي.

XS
SM
MD
LG