د لاس رسي وړ اتصالات

د نیمروز په زندان کې په نشه يي توکو د روږدو ۶۶ زندانیانو درملنه شوې


د نیمروز په زندان کې زندانیانو ته سپورټي او روزنیز پروګرامونه هم جوړیږي.
د نیمروز په زندان کې زندانیانو ته سپورټي او روزنیز پروګرامونه هم جوړیږي.

د زندانونو چارو د سمون اداره وايي چې د خپلو روغتیايي او روزنیزو هڅه په لړ کې یې د نیمروز په زندان کې د ۶۶ زندانیانو چې په نشه يي توکو روږدي ول درملنه کړې او هغوی ته یې د نشو د زیانونو په اړه پوهاوی ورکړی دی.

دغه اداره امریکا غږ ته په یو لېږل شوې خبرپاڼه کې وايي چې د نیمروز د زندان روغتیايي کارکوونکي له پرله پسې هڅو وروسته توانېدلي چې یاد زندانیان له نشو وژغوري.

د زندانونو چارو د سمون اداره وايي چې په زندان کې یې زندانیانو ته د سپورټ زمینه برابره کړې او تر څنګ یې روزنیز پروګرامونه هم روان دي.

په دې وروستیو کې د نیمروز زندان د امنیتي او کشفي برخو له خوا دغه زندان ته اووه ځله د نشه يي توکو د لېږد مخه نیول شوې ده.

د زندانونو چارو د سمون ادارې تر دې وړاندې هم په کابل او ولایتونو کې زندانونو ته د نشه يي‌ توکو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی و، چې په تړاو یې یو شمېر د زندانونو ساتونکي هم نیول شوي ول.

XS
SM
MD
LG