د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار: د انګورو په ځینو باغونو کې مرض خپور شوی


کندهار: د انګورو په ځینو باغونو کې مرض خپور شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00

د کندهار د دامان ولسوالۍ د انګورو باغ لرونکي وايي چې د انګورو په باغونو کې يې نباتي ناروغي رامنځته شوې او په لوړه کچه له مالي زیان سره مخ دي.

د کندهار د دامان ولسوالۍ د انګورو باغ لرونکي وايي چې د انګورو په باغونو کې يې نباتي ناروغي رامنځته شوې او په لوړه کچه له مالي زیان سره مخ دي.

دوی له دولتي مسئولینو غوښتنه کوي چې د نباتي ناروغیو ضد درملو مرسته دې ورسره وکړي.

د کندهار په دامان کې د انګورو زیاتره باغوانان د نشه يي توکو پخواني نېښ ګر او کرونده ګر دي چې اوس د انګورو د باغونو په پالنه بوخت دي خو وايي چې نباتي ناروغیو يې سږني حاصلات زیات زیانمن کړي.

د انګورو باغ لرونکی محی الدین چې د سپېرغوږي او ژړي په نومونو نباتي ناروغۍ يې په باغونو کې پیدا شوې او دا کار د دې سبب شوی چې له مالي زیان سره مخ شي.

ساټ محی الدین "د نوروز راهیسې دغه ناروغي په باغونو کې پیدا شوې او انګور يې داسي کړي دا لوی واښکی د انګورو دی او تر پخیدو تر وخته داغسي يې دانه کوچنی پاته وي او د استفادې وړ نده".

باغ لرونکي وايي چې زیاتره وختونه د مالي زیان له لیدلو وروسته ځمکه وال د نشه يي توکو کښت ته مخه کوي.

دوی وایي که د دولت ورسره د نباتي ناروغیو په درملنه او ګټورو کرنیزو کښتونو کې له کرونده ګرو سره مرسته وکړي نو دا ستونزه به نه رامنځ ته کیږي.

باغ لرونکی نورالله وایي "انګورو مو دا سپېر غوږی مرض کړی په ځلو مو درمل باندي پاشلي هیڅ ګټه يې نده ورته رسولي د انګور دانه لکه نخود کوچنۍ ده چي نه انسان د خوراک ده او نه هم د حیوان، زموږ پدې سیمه کې ټول باغونه په همدې مرض اخته شوي".

وايي چې په مارکېټ کې نباتي درمل هم بې کیفیته دي او په وار، وار دوا پاشی سره يې ستونزه نده حل شوې.

خو د کرنې مسئولین وایي چي ځيني باغ لرونکې د دوی پر لار ښونو عمل نه کوي ځکه خو يې حاصلات له نباغتي ناروغیو سره مخ شي.

د کندهار د کرنې ریس حفیظ الله سعیدي په باور چې د تاکانو د ښاخونو د پرې کولو پر وخت دوی د ځینو درملو د استعمال توصیه کړې وه خو ځینو باغ لرونکو هغه نده عملي کړې.

هغه وايي "زموږ دهقانانو د شاخه بورۍ پر وخت دې ستونزي ته پام ندی کړی او موږ د نباتي امراضو په برخه کې باغ لرونکو ته عامه پوهاوی هم ور کړی همدا اوس هم موږ هره ورځ په سل ګونو نسخې باغ لرونکو ته ور کوو او د درملو يوه با اعتباره منبع ورته ښیو چې د نباتي ناروغیو درملنه يې باندي کیدای شي".

له نباتي ناروغیو سره سره سږکال په کندهار کې د انګورو د حاصلاتو کچه تر ۳۰ زره ټنه زیاته اټکل شوې.

ځمکه وال غوښتنه کوي چې د نباتي ناروغیو په درملنه او مارکېټ کې دې دولت ورسره ځانګړې مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG