د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیا کې د سړو خونو جوړېدل به د چرسو کښت راکم کړي


په پکتیا کې د سړو خونو جوړېدل به د چرسو کښت راکم کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00

په پکتيا کې د مڼو او نورو کرنيزو محصولاتو د ساتنې لپاره ۷۰۰ سړې خونې جوړېږي، د کرنې مسؤلين وايي چې د دې پروژو له پلي کېدو سره به په دغه ولایت کې د چرسو کښت را کم شي.

په پکتيا کې د مڼو او نورو کرنيزو محصولاتو د ساتنې لپاره ۷۰۰ سړې خونې جوړېږي، د کرنې مسؤلين وايي، چې د دې پروژو له پلي کېدو سره به په دغه ولایت کې د چرسو کښت را کم شي.

د پکتیا چارواکي وايي دغه سړې خونې چې د دې ولایت په ټولو ولسواليو او مرکز ګردېز کې جوړېږي، د مڼو، مميزو او د ځينو نورو کرنيزو محصولاتو د ساتنې لپاره په نظر کې نيول شوې دي.

د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي، د يادو پروژو له پلي کولو نه يې هدف دا دی، چې د حلالو کښتونو او د ميوه لرونکو باغونو په ترويج او پراختيا سره د بزګرانو اقتصاد ته وده ورکړي.

هغه وايي " نن موږ د زراعت وزارت له لوري د مڼو، مميزو، پيازو او کچالو لپاره د سړو خونو د بنسټ ډبرې کېښودلې. ۵۵۷ ميليونه افغانۍ ورباندې راځي، لس زره کسه به پکې کار وکړي او تر ۷۵۰۰ مټريک ټنه محصولات به پکې ساتل کيږي".

د دې ترڅنګ په ګردېز او احمدآبا ولسوالۍ کې د تازه ميوو او سبزيجاتو د ساتنې او بسته بندۍ دوه لوی کمپلېکس هم جوړيږي، چې هر يو به يې د ۱۵ سوه ټنو محصولاتو د ځايولو او بسته بندۍ وړتيا ولري.

د پکتيا د کرنې رئيس محمد الدين مومند وايي زموږ بزګران اکثره له دې ستونزې سره مخ وي چې کله حاصلات واخلي نو مناسب مارکېټ نه لري.

هغه وايي " نو ددې سړو خونو په جوړولو سره به خپل حاصلات وساتي. په دې سره به تر ډېره بريده د چرسو په کرکيله کې مخنيوی وشي".

ځينې کرونده ګر وايي سړې خونې به هم د دوی د اقتصاد په ښه کولو کې مرسته وکړي، او هم به په دغه ولايت کې د چرسو په کر بوختو بزګرانو ته د بديلو کښتونو د ترويج انګيزه ورکړي.

کروندګر محمدشریف وايي مخکې به یې مڼې په سل او يو نيم سل روپۍ خرڅولې، وايي که دا ځل مڼې ذخيره کړي، هم به دوی ته ګټه وکړي او هم خلکو ته.

هغه وايي مخکې به دا مڼې خارج ته تللې او بيا به په لوړ قيمت بېرته هېواد ته راتللې.

د پکتيا بزګران له باغونو او کروندو نه هر کال د انګورو، مڼو، پياز او کچالو ښه او پريمانه حاصلات راټولوي.
XS
SM
MD
LG