د لاس رسي وړ اتصالات

په ګردیز کې ۲۹ معتادین په ایډز اخته دي.

په ګردیز کې ۲۹ معتادین په ایډز اخته دي.
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:28 0:00

په ګردېز کې د اېچ ای وي او ايډز د کنترول مرکز مسؤلين هڅه کوي چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو ترمنځ د ساري ويروسي ناروغيو د خپرېدو مخه ونيسي.

په ګردېز کې د اېچ ای وي او ايډز د کنترول مرکز مسؤلين هڅه کوي چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو ترمنځ د ساري ويروسي ناروغيو د خپرېدو مخه ونيسي.

دوی وايي چې په دغه ولایت کې ۲۹ معتادين د ايډز په ناروغۍ اخته دي او احتمال لري چې دا ويروس نورو ته هم انتقال شي.

دا ډاکټر وخت ناوخت دې سمڅه کې معتادينو ته د پيچکاريو په وسيله د ويروسي ناروغيو د انتقال په اړه معلومات ورکوي. هڅوي يې چې د يادو ناروغيو د تشخيص لپاره ورسره روغتيايي مرکز ته لاړ شي.
بالاخره دغه دوه تنه روږدي په خپله خوښه روغتيايي مرکز ته د تلو لپاره چمتو او بيا ددې موټر په وسيله انتقاليږي. ډاکټران وايي چې هدف يې د معتادينو ترمنځ د ويروسي ناروغيو د زياتېدو مخنيوی دی.

د ایج ای وي د کنټرول د مرکز مشر ډاکټر میرویس وویل:”دوی ته يې د مخنيوي لارې چارې ور ښودل کيږي، که چېرې يې معاينات مثبت وي، د خوست او يا کابل کې د اېچ ای پرضد د مبارزې مرکز ته استول کيږي. هلته په دوامداره توګه د درملو خوړل ورته تشريح کيږي‟.

دا کس شاوخوا اتلس کاله کيږي چې د هېروئينو په څکولو روږدی دی. دې روغتيايي مرکز ته د ډاکټرانو په وړانديز راځي او د يو شمېر ويروسي ناروغيو د انتقال د مخنيوي په اړه د ډاکټر مشورې اوري.

ډاکټر ورته د اېچ ای، تور او سپين زيړي ويروسي ناروغيو د معايناتو سپارښتنه کوي. تر اوسه له دې ناروغيو هيڅ يوه هم نه لري، خو وايي پوهيږي، چې دا وژونکې ناروغۍ دي او بايد محتاط واوسي.

انور چې په نشه يي توکو روږدی دی وويل:”مخدره مواد خو يو مرض دی او دا نور مرضونه که کورنۍ ته داخل شي، دا نو لا غټ مرض شو. که يو ماشوم او يا زنانه ته انتقال شي، په دې سره ټوله کورنۍ په جنجال اوړي‟.

د يوې سروې له مخې په پکتيا کې د معتادينو ترمنځ ۲۹ روږدي کسان په ايچ ای وي يا د ايډز په ويرسي ناروغۍ اخته دي. ډاکټران وايي هڅه يې دا ده چې ددې او نورو ويروسي ناروغيو خپرېدا کنترول کړي.

”نو اوس مو اصلي هدف دغه دی چې دا ۲۹ کسان، ۳۰ نشي. او دغه ۲۹ کسان بېرته د اېچ ای وي د مبارزې مرکز ته رېفر شي، ترڅو تر تدواي لاندې ونيول شي او نورو خلکو ته انتقال نشي‟.

که څه هم کره ارقام نشته، خو د اټکلي سروې له مخې ويل کيږي چې په پکتيا کې لسګونه زره کسان د نشه يي موادو په استعمال روږدي دي او دا شمېر مياشت تر بلې مخ په ډېرېدو دی.
XS
SM
MD
LG