د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیا کې د مخدراتو په ضد د محلي راډیوګانو ونډه


په پکتیا کې د مخدراتو په ضد د محلي راډیوګانو ونډه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00

په پکتيا کې سيمه ييزې رسنۍ د نشه يي توکو پرضد مبارزه دوامداره ساتلې ده او د خبریالانو په ويناء د نشه يي موادو پرضد عامه پوهاوی د دوی اخلاقي او وظيفوي مسؤليت دی.

په پکتيا کې سيمه ييزې رسنۍ د نشه يي توکو پرضد مبارزه دوامداره ساتلې ده او د خبریالانو په ويناء د نشه يي موادو پرضد عامه پوهاوی د دوی اخلاقي او وظيفوي مسؤليت دی.

ژورنالېست عبدالرحمان وياند په دغه اېف اېم راډيو کې د ”نشې‟ په نوم د نشه يي موادو پرضد د عامه پوهاوي خپرونه چلوي. دا نيم ساعته خپرونه په اوونۍ کې دوه ځلې خپرېږي.

دی وايي چې په دې خپرونه کې د ټولنې د مختلفو قشرونو او د نشه يي توکو پرضد د مبارزې له مسؤلينو سره د مرکو ترڅنګ د نشه يي توکو له استعماله د ژغورنې په لارو چارو غږيږي.

هغه وويل: ”په عامه پوهاوي کې مو تر خپله وسه پورې کوښښ کړی دی، دا چې کرکيلې ته زمينه مساعده کيږي او خاص ممانعت موجود نه وي، نو په دې برخه کې بيا فکر نه کوم چې سل په سلو کې دې زموږ د خپرونو تاثيرات موجود واوسي‟.

عام باور دا دی، چې د غونډو، کنفرانسونو او نورو پروګرامونو ترڅنګ رسنۍ هم پر نورو اجتماعي برخو سربېره د مخدره موادو پرضد د عامه پوهاوي په خپرولو کې مهم او اساسي رول لري.

د پکتيا اوسېدونکي له سيمه ييزو رسنيو غوښتنه لري چې د مخدراتو د قاچاق، خرڅلاو او استعمال له کبله د پېښېدونکو زيانونو په اړه له خلکو سره لا ډېر معلومات شريک کړي.

د ګردیز ښار اوسېدونکی حاجي حلیم وايي ”له رسنيو نه مو دا غوښتنه ده چې لويو چارواکو ته دا اواز ورسوي چې په نشه يي توکو کې هيڅ کمبود نه دی راغلی، بالکل نه چارواکي غور پرې کوي او نه جمهور رئيس غور پرې کوي‟.

په ګردېز کې د يوه سيمه ييز تلويزيون ترڅنګ يو شمېر اېف اېم راډيوګانې فعاليت لري. له دې جملې هره يوه رسنۍ د نشه يي توکو پرضد د عامه پوهونې مختلفې اوونيزې خپرونې وړاندې کوي.
XS
SM
MD
LG